د کونړ د مرورې ولسوالي اوسېدونکی عبدالواحد وایي:
« دلته په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوو، خپل تیار کورونه رانه پاتې شوي دي او دلته هیڅ ډول امکانات نه لرو»
عبدالواحد د شنبې په ورځ( د غوایي ۱۲ مه) ازادي راډیو ته وویل چې دی څوکۍ ولسوالي ته بیځایه شوی چې اوس د سیند پر غاړه په یوه خیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. نوموړي زیاته کړه چې لا هم د نښتو خطر موجود دی او کور یې هم نړېدلی دی:
« خپلو سیمو ته هم بېرته نه شو تللی، هلته کور نړېدلی دی، لا هم د جګړې خطرونه شته، دلته هم له سختو ستونزو سره مخ یو، په خیمه کې پراته یو، او هیڅ نه لرو، نه فرش شته او ظرف هیڅ نه لرو.»
د دې ولایت د ناړۍ ولسوالي نه اسعد اباد ته یو بل بیځایه شوی کس چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
« دلته تر دې پلاستیک لاندې ژوند تېروو، باران وریږي، سیند راډېر دی، هیڅ سرپنا نه لرو، مرستو ته اړتیا لرو خو تراوسه موږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې.»
خو یوازې کونړ نه بلکې د ننګرهار په ګډون د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو په ځانګړي ډول، خوست، پکتیکا، پکتیا، کندهار او هلمند لسګونه کورنۍ هم د دغه نښتو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
د خوست د علي شیر-تریزو ولسوالۍ یو اوسېدونکی خان محمد چې اوس مهال تڼیو ولسوالۍ ته بې ځایه شوی ازادي راډيو ته وویل:
« کډې مو دلته رابار کړي دي، دلته د لکهڼو په سر پراته یو، خیمه نشته، سرپناه نشته په وچ ډاګ پراته یو، کورونه مو هلته پاتې شول او موږ دلته در په در پراته یو.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې لا هم د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې او بې ځایه کېدو لامل کیږي.
دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې جمعه د ثور ۱۲مه یې خپور کړی ویلي، بې ځایه کېدل لا هم په لوړه کچه کې دي او د افغانستان او پاکستان د نښتو له امله کرښې ته د ورڅېرمه ولایتونو له ۹۴ زره ډېر کسان اغیزمن شوي دي.
د راپور په ټکو بنسټیزو زېربناوو ته زیان رسېدی چې روغتیا، زده کړو او نورو اساسي خدمتونو ته یې لاس رسی ګډوډ کړی او د زده کړو مرکزونه لا هم تړلي دي.
په راپور کې راغلي چې د کرښې په اوږدو کې د بې ثباتۍ او په ځانګړي ډول د ماشومانو او د خلکو د خوندي تګ راتګ په وړاندې د ناچاوده مهماتو د چاودلو د پېښو اندېښنې لا هم موجدې دي.
د یونیسف په راپور کې دغه راز په افغانستان کې وروستیو سختو اورښتونو او سیلابونو ته هم اشاره شوې چې د راپور په ټکو په ټول هیواد کې یې بشري اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.
د راپور له مخې د ۷۳ زره ۳ سوه اغیزمنو کسانو له ډلې له ۳۱ زره ۶۰۰ څخه ډېر یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او ارزونې لا هم روانې دي ترڅو اړمنو ته مرستې ورسول شي خو د یونیسف په ټکو ویجاړې شوې زیربناوې او مالي او او لوژستیکي محدودیتونه یې مخه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې که څه هم په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو راپور نه دی ورکول شوی خو د اپریل په ۲۷ او ۲۸ مه د ختیځ کونړ په مرکز اسعد اباد او یو شمېر ولسوالیو پاکستاني ځواکونو هوايي او راکټي حملې وکړې چې له د رسمي شمېرو له مخې ۸ ولسي وګړي ووژل شول او دغه راز له نږدې ۸۵ ټپیان شول، داسې مهال چې پاکستان په دې حملو کې لاس لرل رد کړل،د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د ثور په ۸مه په یو راپور کې ویلي ووچې په دې بریدونو کې په دې بریدونو کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون په ګډون بنسټیزو او عامه تاسسیاتو ته هم زیات اوښتی دی او خلکو ته یې مرک ژوبله اړولې ده.
په راپور کې راغلي چې په ټولیز ډول د دغه تاوتریخوالي له امله په زیانمنو سیمو کې د ۱۹ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه تړل شوي او یا هم ځنډول شوي چې شاوخوا ۷۸ زره خلک یې د درملنې له لاسرسي محروم کړي دي.
اوچا اندېښنه ښودلې چې په اغیزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي او شاوخوا ۱۶۰ زره کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخه نښتې شوي دي او دغه راز پاکستان د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو هوايي حملې هم ترسره کړي دي چې د طالبانو د حکومت د ادعا له مخې لږ ترلږه ۷۶۱ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۶۲۲ نور ټپیان شوي دي، خو پاکستان په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.
اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو کابل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.