ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره نرمښت ښودلی

د وال‌استریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران په خپل نوي وړاندیز کې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د خبرو د بیا پیل لپاره د نرمښت او جوړجاړي نښې ښودلې دي.

دې ورځپاڼې د جمعې په شپه د خبرو سرچینو له قوله لیکلي چې ایران خپلې پخوانۍ سختې غوښتنې نرمې کړې دي. ایران ویلي چې چمتو دی، په هغه صورت کې چې د امریکا متحدوایالتونه د بریدونو د درولو او د محاصرې د ختمولو ضمانت ورکړي، د مهمو موضوعاتو لکه د هرمز تنګي په اړه هممهاله خبرې وکړي.

ایران تر دې مخکې ټینګار درلود چې باید لومړی محاصره پای ته ورسېږي، بیا به خبرې پیل شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اتومي وسلو او د هرمز تنګي د پرانیستو په تړاو د ایران وړاندیز رد کړی و.

د راپور له مخې، ایران په خپل نوي وړاندیز کې دا هم ویلي چې د بندیزونو د کمېدو په بدل کې د اتومي موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی.

تهران زیاته کړې چې که واشنګټن د دې وړاندیز هرکلی وکړي، نو دوی چمتو دي له راتلونکې اوونۍ څخه په پاکستان کې له امریکا سره خبرې وکړي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې ویلي چې د ایران له نوي وړاندیز څخه راضي نه دی، خو د نورو جزییاتو یادونه یې نه ده کړې.

په همدې حال کې د ایران ایرنا دولتي رسنۍ د جمعې په ورځ (د مې لومړۍ) خبر ورکړ چې تهران د پنجشنبې په ماښام له امریکا سره د روغې جوړې د خبرو لپاره خپل پلان پاکستان ته سپارلی دی.

اکسیوس ویبپاڼې هم دا خبر تایید کړی دی. د اکسیوس انلاین رسنۍ د راپور له مخې د ایران متن د روغې جوړې په تړاو د امریکا له وروستیو تعدیلاتو وروسته چمتو شوی دی.