پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان له لوري طالب ځواکونو د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ملکي وګړي په نخښه کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د جمعې په ورځ ناوخته په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د هغه په وینا، د پنجشنبې په ورځ د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري د «بېپروا او ړانده برید» له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړې چې د جمعې په ورځ هم درې ملکي وګړي، چې کرکټ یې کاوه، د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ټپیان شوي دي. نوموړي دا برید «ښکاره او بېشرمانه» بللی او پړه یې پر ټي ټي پي اچولې ده.
اسلاماباد پاکستاني طالبان (TTP) «فتنه الخوارج» بولي او ادعا کوي چې دا ډله د کابل له ملاتړه برخمنه ده.
تر اوسه کابل د اسلاماباد د دې تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ادعاوې رد کړې وې.
له بلې خوا د همدې اوونۍ په پیل کې افغانستان ویلي وو چې د پاکستان له لوري د کونړ ولایت په ځینو سیمو د توغندويي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور، چې ۳۰ زدهکوونکي هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.
کابل ویلي وو چې په دغو بریدونو کې د خلکو کورونه او د سید جمالالدین افغاني پوهنتون هم زیانمن شوي دي.