د افغانستان او پاکستان د شخړو د هواري لپاره نوې هڅې

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لنډسي

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی وايي، د طالبانو له چارواکو سره یې د خبرو پرمهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د اختلافاتو د هواریدو پر مساله تمرکز وکړ.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ریچارډ لنډسي له طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل چې بیرته خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته مخه کړي:

"دا سفر په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو متمرکز و. ما خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته د بیرته راستنیدو پر مسالې ټینګار وکړ. زه غواړم په شخړه کې د ملکي تلفاتو لپاره خپله خواخوږي څرګنده کړم. زه له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوم چې اړین ګامونه پورته کړي چې ډاډ ترلاسه شي چې نور ملکي تلفات نه رامنځته کیږي، که د ترهګرۍ له لارې وي یا د پوځي عملیاتو له لارې."

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي ادامه به وضعیت نور پسې پیچلی کړي
ریچارډ لنډسي

ښاغلي لنډسي زیاته کړه چې دوامداره تاوتریخوالی کولی شي په سیمه کې وضعیت پیچلی کړي او اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو چارې ټکنۍ کړي. نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستو غوښتنه هم وکړه.

دغه بریتانوي دیپلومات برتانوي ډیپلومات کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د دوی د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وویل چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو په ختیځ افغانستان کې بشري وضعیت خراب کړی دی.

د OCHA په وینا، د اپریل په ۲۷مه د کنړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هوايي بریدونو او توغندیو لږترلږه اووه کسان ووژل او نږدې ۷۹ نور یې ټپیان کړل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.

د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې پاکستان په کونړ کې د یو پوهنتون په ګډون په څو سیمو هوايي او راکټي بریدونه کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون برید رد کړ او ویې ویل چې دوی دا حمله نه ده کړې.

طالبانو او پاکستاني پلاوي د اپریل په میاشت کې د چین په ارومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خبرې اترې وکړې.

د راپورونو له مخې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د شخړو له زیاتیدو څخه ډډه وکړي او د "جامع حل" په لټه کې شي.

بل لور ته د ترکیې په استانبول کې په یوه غیر رسمي غونډه کې د اختلافاتو د حل او د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په اړه بحث وشو.

په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان په استازیتوب د روغې جوړې غیر رسمي غونډه ترسره شوه

د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د حکومت ځینو پخوانیو چارواکو، کارپوهانو او طالبانو او پاکستاني حکومتونو ته نژدې کسانو په دې غونډه کې نظرونه تبادله کړل.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې ، په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل، پخوانی افغان ډیپلومات غنچه ګل ارمان، د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي او د پوهنتون استاد عبیدالله بهیر د افغانستان استازیتوب وکړ او د پاکستان استازیتوب په افغانستان کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني، مشهور شنونکي مشاهد حسین سید او پاکستاني ژورنالیست او شنونکي حامد میر وکړ.