د خبریالانو نړیوال سازمان، د رسنیو په ازادۍ کې افغانستان په نړۍ کې ۱۷۵ م هیواد ګڼلی

د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان وایي، افغانستان یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ ځای لري.

په افغانستان کې دننه یو شمیر افغان خبریالان ادعا کوي چې له شدید سانسور سره مخامخ دي، هغه څه چې د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان هم په خپل تازه خپور کړي راپور کې ورته اشاره کړې ده.

د افغانستان په ختیځه حوزه کې د یوې کورنۍ رسنۍ خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل خپل د ولایت او رسنۍ نوم یې په راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ «د ثور په ۱۰مه» د غږ بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"نشرات سانسور شوي او چې څنګه د اوسني حکومت د چارواکو خوښه او لارښوونه وي خبریالان باید د هغوی مطابق کار وکړي، هغه مسایل چې ولس ورته اړتیا لري چې پرې خبر او پوه شي د هغې افشا کول یا په اړه یې راپور ورکول امکان نه لري، بل که چېرې کومې اداره کې ستونزه، درغلي، یا فساد او رشوت اخیستنه وي، که چېرې داسې موضوعات د یو خبریال له لوري افشا شي، اړوند رسنۍ او خبریال د یوې ادارې لخوا نه بلکې د بېلابېلو لکه امنیت (استخباراتو) او امر بالمعروف ادارو لخوا ګواښل کېږي."

د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو ۱۷۵ ځای لري

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اس اف) هم په خپل راپور کې په افغانستان کې دننه د رسنیو او خبریالانو په کار د محدودیتونو له امله اندېښنه څرګنده کړې.

«ار اس اف» د پنجشنبې په ورځ د «ثور په ۱۰مه» په خپله وېبپاڼه د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو ۱۷۵ ځای کې راوستی دی.

د دې سازمان د یاد شاخص له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان داسې حال کې ۱۷۵ ځای کې راغلی چې تېر کال هم ورته درجه کې و.

د «ار اس اف» په ټکو، دغه هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ له اړخه په تیرو پنځو کلونو کې په یاد شاخص کې ۵۳ شمېرې لاندې راټیټ شوی دی.

یاد سازمان ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې، د دوی حکومت د دې هیواد د تصویر کنټرولولو، د حکومت د څارنې د مخنیوي او د خپلو تبلیغاتو د ترویج لپاره د بېلابېلو او پراخو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړی او محدودیتونه یې زیات کړي دي.

د «ار اس اف» د تازه خپور شوي شاخص له مخې، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمندو مخکې د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص کې ۱۲۲م ځای درلود خو د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، ۳۴ شمېرې راټیټ شو او۱۵۶م ځای ته راولوېد.

د یاد سازمان په ټکو، پر افغان رسنیو د محدودیتونه د دوام له امله افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸۰ هیوادونو څخه ۱۵۲م ځای خپل کړ او په ټکو یې، په ۲۰۲۴ کال کې بیا د مطبوعاتو ازادي نوره هم کمه شوه، او دغه هېواد په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۷۸م ځای درلود خو تېر ۲۰۲۵ کال کې بیا ۱۷۵مې شمېرې ته راتيټ شو.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمایي ډیر هیوادونه اوس د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره "سخت" یا "ډیرو جدي" کټګوریو کې راځي.

دا سازمان داسې وخت یاد شاخص خپور کړ چې تازه د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان(امسو) هم یو ځل بیا د طالبانو حکومت له خوا د افغان خبریالانو او رسنیو د سانسور په اړه راپور ورکړی دی.

دې سازمان چهارشنبې په ورځ د «ثور په ۹مه» رسنیو ته استولي بیان کې ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کورنیو رسنیو ته امر کړی چې یوازې هغه میلمانه خپلو سیاسي خپرونو او بحثونو ته راوبلي چې د دوی لخوا د سیاسي بحثونو لپاره د هویت کارت او د یاد وزارت رسمي اجازه ولري.

«امسو» ویلي چې د طالبانو دا اقدام د رسنیو خپلواکي زیانمنه او د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق محدودوي.

په افغانستان کې د ځینو رسنیو مسولین هم دا موضع تاییدوي.

د افغانستان په مرکزي زون کې د یوې کورنۍ رسنۍ مسول چې د موضوع د حساسیت او امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل خپل او د رسنۍ نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ یې د غږ بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"له هغه مهاله چې طالبان بیا واکمن شوي، د افغانستان رسنۍ هغه که تصويري دي که غږیزې؛ په جدي توګه د دوی تر بشپړ سانسور لاندې فعالیت کوي، هغه څه چې د اطلاعاتو کلتور وزارت او استخباراتو ادارې وایي او کوم کسان چې دوی یې د مېلمنو په صفت ورلېږي، یا فرمایش ورکوي، نومونه یې د رسنیو مسولینو سره شریکېږي او له هغوی پرته نور مېلمنو او کسان که ټولنیزو برخو کې وي که سیاسي، اجازه نه ورکوي چې بحثونو کې برخه واخلي."

د یادونې ده چې تېر ۲۰۲۵ کال لومړیو کې کابل کې د څو بېلابېلو کورنیو مسولینو ازادي رادیو سره هغه نوملړ شریک کړی و چې د هغو په ادعا، د طالبانو حکومت لخوا ورکړل شوی او یوازې همغه کسان خپلو سیاسي خپرونو ته بللی شي.

خو هغه مهال د طالبانو حکومت ازادي راډیو ته د دې خبرې د رد یا تایید ځواب نه و ورکړی.

«امسو» ټینګار کړی چې رسنۍ او خبریالان باید خپل موضوعات او ورته مېلمانه په مسلکي ډول غوره کړي او په ټکو یې باید د دوی پر کار کې له مداخلې لاس واخیستل شي ځکه دا د رسنیو خپلواکي کمزوررې کوي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د شویو ادعاوو او د یادو سازمانونو د خپرو کړو راپورونو اړوند د طالبانو حکومت نظر هم ولرو خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند یې خبیب غفران د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د اسلامي شریعت او د ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونواو بېلابېلو افغانو او بهرنیو نړیوالو سازمان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د شدید سانسور خبره کړې او ویلي دي چې له دې امله سلګونه خبریالان وزګاره شوي، لسګونه رسنۍ تړل شوي او ګڼې نورې بیا جدي څار سره مخ دي.