ریچارد بینټ:د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی

 د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ ، ارشیف

د افغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بینټ د اندیښنې په څرګندولو سره وايي د طالبانو د «مبلغینو قانون» د بشر د حقوقو د نړیوالو قوانینو خلاف دی او داسې ښکاري چې د حنفي مذهب په ګټه تبعیض کوي.

ریچارد بینټ چهارشنبې د (غويی په نهمه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل : «دبشر حقوق د مذهبي او قومي اقلیتونو ملاتړ کوي. »

هغه زیاته کړه چې ددغه قانون یوه بشپړه څیړنه روانه ده.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دطالبانو مشر هبت الله اخوند زاده د «مبلغینو قانون» توشیح کړی چې په اساس یې «مبلغ باید مسلمان او حنفي مذهبی وي.»