د کونړ د خاص کونړ ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي پاکستاني ځواکونو له د سه شنبې ورځې راهیسي د دې ولسوالي په یو شمیر سیمو راکټونه ویشي دي.
دوی وايي د خاص کونړ د کلالانو او زرګرانو د کلیو په ګډون په بیلابیلو سیمو کې ګڼ ملکي کورونه په نښه شوي او دغه شان د طالبانو په یو نظامي مرکز هم راکټونه لګېدلي دي.
د خاص کونړ یوه اوسېدونکي چې په دې پېښه کې یې یوه وړه لور هم ټپې شوي او نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي چهارشنبه د غويي یا ثور په ۹مه ازادي راډيو ته وویل:
" پرون ټوله ورځ راکټونه راورېدل، خو مازدیګر ناوخته پنځه بجې یو راکټ زما په کور ولګېده چې له امله یې د کور دیوال ونړېده او زما یوه لور ټپي شوه، هغه مو روغتون ته ورسوله خو نور ماشومان الله وساتل."
د خاص کونړ یوه بل اوسېدونکي فرید احمد د چهارشنبې د ورځې په ماسپښین د سیمې د تازه وضعیت په اړه ازادي راډيو ته وویل:
" خلک ټول له خپلو کورونو وتلي دي، یو نیم کس بیرته راګرځېدلي هغه هم د خپلو مالونو د ایستلو لپاره، خلک ډېر سخت په ویره کې دي."
د خاص کونړ یو بل اوسېدونکي چې د دغه راکټي حملو له امله یې تېره شپه خپله کورنۍ د ننګرهار ښیوې ولسوالۍ ته ایستلې د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط یې وویل، هیڅ نه پوهیږي څه روان دي او ترکله به دا حالت زغمي:
"له پرون راهیسي زموږ په ولسوالۍ مسلسل راکټونه راوان دي، ملکیان په نښه کیږي، هیڅ نه پوهیږو چې بلاخره څه روان دی او موږ کومه ګناه کړې ده، د خاص کونړ په څو کلیو کې خلکو ته مرګ ژوبله هم رسېدلی ده خو دقیق معلومات نشته، زه له خپلې کورنۍ سره همدا نن له کلي راووتم، کور مو همداسې پرېښود او اوس دلته په شګه کې زموږ د یو خپلوان په کور کې یو، وضعیت ډېر خراب دی."
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر بیلابیلو ولسوالیو پاکستاني ځواکونو په لسګونو توغندي ویشتلي ديد کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریس نجیب الله حنیف
په همدې حال کې د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریس نجیب الله حنیف وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بیلابیلو ولسوالیو چې هغه یې نوم وانه خیست پاکستان لسګونه توغندلي توغولي دي چې تر ټولو ډېر زیان خاص کونړ ولسوالۍ ته رسېدلی دی.
ده چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل وویل:
" تر ټولو ډېر زیان خاص کونړ ولسوالۍ ته رسېدلی دی، خلک بې کوره شوي دي، مرګ ژوبله هم رسېدلی ده، لس کلي مکمل خالي شوي دي او له خپلو کورونو د خلکو وتل لا هم روان دي."
نوموړي دغه راز وویل چې بې ځایه شوي کسان مرستو ته اړتیا لري.
په همدې حال کې یوې روغتیايي سرچیني ازادي راډيو ته ویلي چې په دې راکټي بریدونو کې لږ ترلږه درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستان د کونړ پوهنتون په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو په هوايي او راکټي حملو تورن کړو خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول دا راپورونه رد کړي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس نجیب الله حنیف سه شنبه د ثور اتمه ویلي وو چې په دې حملو کې لږ ترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي خو یوې روغتیايي سرچیني د مړو شمېر اته او د ټپیانو ۹۷ ښودلی دی.
په ټپیانو کې د کونړ پوهنتون ۳۰ محصلین او استادان هم شامل دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الورزا د دفتر عمومي ریس ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره په لیدنه کې ویلي چې ملکیان او عامه تاسیسات په نښه کول په هیڅ ډول د توجه وړ نه دي.
د ریاست لوزرا د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ریچارډلینډزي په کونړ د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو څار بنسټ ټینګار کړی، چې اسلاماباد او طالبان باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
دې بنسټ سې شنبه د ثور یا غویې۸مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په وسلهوالو شخړو کې ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي، چې د پوځي عملياتو پر مهال «په پرلهپسې توګه لازم احتياط» وکړي، څو ملکي وګړو ته زیان ونهرسېږي.
د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری ورکړ، چې د دې اصل نه مراعت کولی شي د انساني تلفاتو لامل شي او د ملکي وګړو د حقونو جدي سرغړونه رامنځته کړي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د تېرې مارچ میاشتې په پرتله کمې شوي خو په تېرو دوه ورځو کې بیا نښتې زیاتې شوې دي.اوچا
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د تېرې مارچ میاشتې په پرتله کمې شوي خو په تېرو دوه ورځو کې د نښتو بیا زیاتوالی ثبت شوی دی.
اوچا سه شنبه د ثور۸مه په یو خپور کړي راپور کې ویلي د اپرېل په ۲۷مه، د کونړ ولایت په اسعداباد ښار، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو د هاوان بریدونه او هوايي حملې وشوې، چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه ادارې ویلي چې په ټپیانو کې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم شامل دي.
اوچا دغه راز زیاته کړي چې په دې بریدونو کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون په ګډون بنسټیزو او عامه تاسسیاتو ته هم زیات اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر ټینګار کړی چې د روان کال د فبرورۍ راهیسي د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د لسګونه ښوونځیو د زیانمېدو له امله په کونړ او ننګرهار کې له ۱۳ زره دېر زده کوونکي اغیزمن شوي او دغه راز له ۹۰ زره ډېر کسان له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په ټولیز ډول د دغه تاوتریخوالي له امله په زیانمنو سیمو کې د ۱۹ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه تړل شوي او یا هم ځنډول شوي چې شاوخوا ۷۸ زره خلک یې د درملنې له لاسرسي محروم کړي دي.
اوچا اندېښنه ښودلې چې په اغیزمنو سیمو کې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي او شاوخوا ۱۶۰ زره کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
د یادونې ده چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۶ مې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې له امله یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراخه نښتې شوي دي او دغه راز پاکستان د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو هوايي حملې هم ترسره کړي دي.
د طالبانو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.
اسلام اباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو کابل په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.
د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.