د فوټبال نړیوال فدراسیون( فیفا) اعلان وکړ چې د کډوالو افغان ښځو لوبډلې ته به په رسمي سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
د فیفا مشر ګیاني انفنتینو د سې شنبې په ورځ وویل چې د فیفا شورا د دې پریکړې تایید وکړ چې د افغان ښځینه لوبغاړو ډله به په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي او فیفا به یې ملاتړ وکړي.
فیفا وایي، دا تاریخي پریکړه ده او هدف یې دا دی چې دا ډاډ ترلاسه شي چې هغه لوبغاړې چې د دوی له واکه بهر د ځانګړیو شرایطو له امله نه شي لوبیدلی، له نړیوالو لوبو محرومې نه شي.
د فیفا د مقرراتو له مخې افغان ښځینه ټیم تر دې مخکې باید د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون له لورې معرفي شوی وای.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د ښځو پر سپورټونو یې بندیزونه لګولي دي.