م.م وايي، په کونړ کې پر ملکیانو او پوهنتون بریدونه یې مستند کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.

یوناما نن سې‌شنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.

دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، پر کونړ ولایت د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وي او د پېښو عاملان باید حساب ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو په اړه چټکې، خپلواکې او بشپړې څېړنې ضروري دي.

تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د تسعداباد ښار او د کونړ ولایت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر سیدجمال الدین افغان پوهنتون او ملکي سیمو د برید ادعاوې «ښکاره دروغ» دي.