د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهانو ادیپهول، د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو درېدا ښايي جګړه بیا پیل او نړیوالې پایلې رامنځته کړي.
هغه وویل چې د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ځانګړي ډول د خلیج په هېوادونو کې پر ملکي هدفونو توغندويي بریدونو، د بېثباتۍ د پراخېدو خطر لوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د جګړې اغېزې لا دمخه نورو لرې سیمو ته هم رسېدلې دي، او ایران باید پر نورو هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي او خپل اټومي پروګرام پای ته ورسوي.
هغه د بېلګې په توګه وویل چې د کیمیاوي سرې کمښت په اسیا کې د وریجو حاصلات کم کړي، او په افریقا کې د ترانسپورت لګښتونو د زیاتېدو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې ایران په سیمه کې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي، چې دا کار د خلیج په سیمه کې بېثباتي زیاتولی شي.