په افغانستان کې د کرایي کورونو ستونزې

کابل، د غره په لمن کې کورونه

له ایران او پاکستانه یو شمېر راستنې شوې افغانې کورنۍ وايي په کور دننه د کرايي کورونو له کمښت او د لوړې کرایې له ستونزې سره مخ دي. په افغانستان کې د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسولین هم د کرایو د لوړېدو او د کورونو د کمښت ستونزه تاييدوي او لامل یې د کډوالو پراخه ستنېدنه بولي.

له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایرانه د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدو نه یوازې په کور دننه د کار په بازار او اقتصادفشار راوستی بلکې د سرپناه او کورونو غوښتنه یې هم ډېره کړې ده.

له پاکستان او ایرانه تازه یو شمېر راستنې شوې کورنۍ وايي چې د کورونو موندل ورته ستونزمن شوي او کرایې یې هم لوړې شوي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې له کلونو کډوالۍ وروسته، اوس په خپل هېواد کې د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.

ثنا ګل چې نږدې اته میاشتې مخکې له پاکستانه ستون شوی او اوس د لغمان په چهارباغ کې د خپلوانو په یو کور کې اوسېږي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه مو کور نه دی پیدا کړی، ان خېمه هم نه لرو، کرایي کور نه موندل کېږي، اصلاً کور نشته، د کورونو کرایې درې چنده لوړې شوې دي، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، هغه کور چې پنځه زره و، اوس یې کرایه له ۱۵ تر ۲۰ زره افغانیو پورې ده."

خو د کورونو د کمښت ستونزه یوازې په ولایتونو پورې نه ده محدوده بلکې د پلازمینې کابل په ګډون په بېلابېلو لویو ښارونو کې هم دا ستونزه په پراخه کچه موجوده ده.

یو افغان چې ۶ میاشتې مخکې له ایرانه ستون شوی او اوس په کابل کې ژوند کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل:

"په دې وروستیو کې د کرايي کور پیدا کول سخت شوي دي، مخکې به مو د دوه خونو کور په څلور زره کرایه کولو، خو اوس کرایې دوه، درې چنده لوړې شوي دي، اوس د دوه خونو لرونکي کور کرایه له ۸ تر ۹ زره افغانیو ده."

د معاملاتو د لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسولین هم د کرایو د لوړېدو او د کورونو د کمښت ستونزه تاييدوي.

په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې د یو دفتر مسول محمد ابراهیم عظیمي وویل چې د کډوالو له پراخې ستنېدنې سره غوښتنې زیاتې شوي چې د کرایې کورونو د کمښت او کرایو د لوړېدو لامل شوي دي.

"که څه هم تر یوه حده مدیریت کېږي، خو بیا هم دا چې تقاضا ډېره لوړه ده، او کورونه کم دي نو کرایې لوړې شوي دي، د بېلګې په ډول کوم کورونه چې مخکې په ۴ زره وو اوس هغه په اوه، اته زره پیدا کیږي، دغه شان کوم کورونه چې په لس زره پیدا کېدل اوس یې کرایې لږ ترلږه له ۱۵ تر ۱۶ زره افغانیو ده، د کورونو غوښتنه ډېره زیاته ده ځکه کډوال ډېر دي خو کورونه کم."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت پنځه اوونۍ مخکې ویلي وو چې د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې د استوګنیزو کورونو د کرایو لوړول منع دي.

د دې پرېکړې له مخې، د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار هماغه د دوو کلونو مخکې (۱۴۰۳ کال) کرایه ده، چې تر ۱۰ سلنه پورې زیاتوالی پکې منل شوی دی.

په دې پرېکړه کې راغلي وو چې د کورونو خاوندان او د معاملاتو د لارښونې دفترونه حق نه لري چې زیاته کرایه وټاکي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني تعقیب سره مخ شي.

په ورته وخت کې د ودانیزو چارو یو شمېر پوهان وايي چې د استوګنیزو ښارګوټو کمښت، د ښاري پلان نشتوالی او پراخه بې‌وزلي دې برخه کې له مهمو ننګونو څخه دي.

د جلال اباد پخواني ښاروال انجینر اباسین بهیر وویل د بحران د سم دستي مدیریت او کمولو لپاره حکومت باید د اوږمهاله حل لارو تر څنګ لنډ مهاله حل لارې هم عملي کړي.

"بېلابېلې حل لارې شته، لنډمهاله حل دا دی چې له کانتینرونو او د لرګیو له تختو څخه کورونه جوړ شي، چې ژر د استفادې وړ دي، او خلکو ته وسپارل شي په دې سره به د خلکو د بې کورۍ ستونزه تر یوه بریده حل شي، به اوږد مهالي کې باید ښارګوټي ډیزاین شي او څو پوړیزه اپارتمانونه طرحه او پلان شي چې اه جوړېدو وروسته دا ستونزه کمېدای او حل کېدای شي."

د طالبانو حکومت ویاند په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر تازه په کابل ښار کې د «ګلبهار» په نوم د یو لوی استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو طرحه تایید کړې ده.

د اقتصادي مرستیال د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا ښارګوټی به په ۱۱ زره جریبه ځمکه او د ۸ میلیارده ډالرو په لګښت د خصوصي سکتور له خوا جوړ شي.

طالبانو ویلي چې د دې پروژې د تخنیکي مطالعې لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې او راپور به یې په درې میاشتو کې وړاندې شي.

خو د ښاري چارو پوهان باور لري چې دا ډول لویې پروژې په لنډمهال کې د خلکو بېړنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای، ځکه چې د تطبیق لپاره وخت، پراخې پانګونې او بنسټیزو اسانتیاوو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) څه موده مخکې خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۴ اعشاریه ۲ میلیونه کسان بېړنۍ سرپناه ته اړتیا ولري.

مخکې هم یو شمیر نړیوالو بنسټونو د کډوال پراخه ستنېدنه، بې‌ځایه کېدل او د طبیعي پېښو له امله د خلکو د زیان‌منېدو ستونزې په افغانستان کې د کورونو د کمښت ناورین له اصلي لاملونو بللي دي.