د افغانستان په لسو ولایتونو کې سیلونو د سر او مال زیانونه اړولي

ارشیف

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملې ادارې ویاند یوسف حماد وویل چې شنبه د ثور ۵مه د سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ثور ۶مه هم په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونوو، بادونو، تالندې او برېښنا خبرداری ورکول شوی دی.

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي اوسېدونکی ظاهرخان وايي په وروستیو اورښتونو او سیلابونو کې سخت زیان وراوښتی:

« سیلابونو زموږ کور ړنګ کړو، زموږ کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې، څاروي مو له منځه لاړل.»

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولسوالي کې شنبه د ثور۵مه له سخت باران وروسته سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې زیانونه واړول.

هغه ازادي راډيو سره په خبرو کې له دولت او مرستندویه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه وکړه:

"په دې سیلاب کې موږ ته ډېر مالي زیان ورسېده، زموږ کور ونړېده، ځمکې مو له منځه لاړل، څاروي مو مړه شول، خو تراوسه هیڅ ډول مرسته موږ سره شوې ده."

د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي یوه اوسېدونکی تاج الدین هم وايي چې په تازه سیلابونو دلته خلک زیانمن کړي دي.

نوموړي یکشنبه د ثور۶مه ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ په سیمه کې وضعیت ډېر خراب دی، خلک زیانمن شوي دي، سړکونه خراب شوي دي، د خلکو څاروي له منځه تللي دي، کرنیزې ځمکې او کورونه یې ویجاړ شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملې ادارې هم ویلي چې تازه د افغانستان په لسو ولایتونو کې سختو اورښتونو او سیلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

شنبه د ثور ۵مه د سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹ ټپیان شوي دي
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالې ادارې ویاند یوسف حماد

د دې ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په استولي غږیز بیان کې ویلي چې شنبه د ثور ۵مه د سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۹ ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې دا سېلابونه په کابل، بامیان، پکتیا، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو کې راغلي چې ۹۴کورونه یې هم په بشپړ او ۱۰۷نور په نسبي ډول ویجاړ کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

د یادولو ده چې د تېرې حمل میاشتې له شپږمې راهیسي په ټول افغانستان کې د اورښتونو او سیلابونو مرګونې څپه پیل شوې چې په پراخه کچه یې خلک زیانمن کړي دي.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملې ادارې د شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې د طبیعي افتونو له امله ۲۲۷ کسان مړه او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه شان څه دپاسه ۱۵ سوه کورونه په بشپړ او نږدې ۷ زره په نسبي ډول ویجاړ شوي.

که څه هم دغه ادارې ویلي چې په بیلابیلو ولایتونو کې سیلاب ځپلو سره لومړنۍ مرستې شوي خو یو شمېر سیلاب ځپلي د بنسټیزو مرستو غوښتنه کوي.

د ختیځ ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې ګل حضرت ازادي راډيو ته وویل:

"په واقیعت کې سیلاب ځپلي په ډېرو ستونزو کې دي، دوی نه کور لري، نه پاکې اوبه لري، په خیمو کې ژوند کوي، نه فرش لري او نه ظرف، هیله داده چې خیریه بنسټونه او حکومت خلکو سره مرستې وکړي او د دوی د کورونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي."

افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی، وخت ناوخت په کې سېلابونه، زلزلې او سخت اورښتونه خلکو ته زیانونه اړوي.

د تېرې حمل په ۳۱مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي وو چې دا هیواد د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې او د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې د پایلو د مدیریت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې یکشنبه د ثور ۶مه هم په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو، سیلابونوو، بادونو، تالندې او برېښنا خبرداری ورکول شوی دی.

بامیان، دایکندي, غزني، هرات، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب او بغلان هغه ولایتونه یاد شوي چې د اورښتونو له امله د سیلابونو د راوتلو احتمال په کې موجود دی.