د اوکراین دنیپرو ښار باندې د روسي ځواکونو نويو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

دنیپرو ښار کې د استوګنې یوه ودانۍ چې د اپریل د ۲۵ مې بریدونو کې تخریب شوې

روسي ځواکونو د شنبې په ورځ د اوکراین سوېل ختیځ ښار دنیپرو باندې د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو په پرله‌ پسې سخت بریدونه وکړل.

دغه بریدونه نورو سیمو ته هم وغځیدل چې په نتیجه کې یې ، لس کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

دنیپرو ښار د شپې او ورځې په اوږدو کې درې جلا بریدونو سره مخ شو.

د سیمې والي اولېکساندر هانژا وویل، په ښار کې اته کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. دا ښار د روسیې پر وړاندې د څه دپاسه څلورو کلنې جګړې په ترڅ کې بیا بیا په نښه شوی دی.

په لومړي برید کې، چې د شپې ترسره شو، د استوګنې د یوې ودانۍ لویه برخه ونړېده. هانژا وویل چې له کنډوالو څخه د څلورو کسانو مړي را وایستل شول.

همدغه ځای د ورځې پر مهال بیا هغه وخت وویشتل شو چې ژغورونکي په کار بوخت وو. په دویم برید کې یو کس ووژل شو او اووه نور ټپیان شول.

اته نور کسان د شنبې په ماښام په بل برید کې ټپیان شول. د هانژا په وینا، ټول دغه ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.