په افغانستان کې د ځینو ماشومانو واکسین ځنډیږي

ارشیف

د افغانستان د روغتیايي برخې یو شمېر کارکوونکي وایي چې د خدماتو محدود لاسرسی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، د واکسین د ټولیز پوښښ پر وړاندې لوی خنډ دی. د دې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د واکسیناسیون په اړه ناسم پوهاوی د واکسین د پوښښ ساحه محدوده کړې ده.

د واکسیناسیون د نړیوالې اونۍ له پیل سره هم مهاله په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ هم وايي د پوره پوهاوي د نه لرلو او ناسمو معلومانو له امله وخت ناوخت یې د ماشومانو واکسین ځنډیږي چې د دوی په وینا دا کار د دوی د ماشومانو د جدي ناورغیو لامل هم شوی دی.

د کابل یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط شنبه د ثور په ۵مه ازادي راډیو ته وویل:

«خلک له واکسین کولو وېرېدل، ویل به یې دا خپله یو میکروب دی، زه هم وېرېدم او خپل اولادونه مې نه واکسین کول، له همدې امله به ډېر ژر ژر ناروغه کېدل، کله چې مې ډاکټر ته یوړل، ویې ویل د ماشومانو واکسینونه بشپړ دي؟ ما وویل نه، نه دي بشپړ وروسته مې واکسین کول پیل کړل، اوس شکر ښه دي او ژر ژر نه ناروغه کېږي.»

په همدې حال کېد روغتیا د برخې یو شمېر کارکوونکي وایي چې د ډیرو ناروغیو مخه د وخت په وخت واکسین کولو سره نیول کېدلای شي، خو د دوی په خبره په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو محدود لاس رسی لا هم لوی خنډ دی.

د واکسین د برخې یو کارکوونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وویل:

«په افغانستان کې د واکسیناسیون پوښښ په عمومي ډول متوسط دی او په ټولو ځایونو کې یو شان نه دی، په ښارونو او د روغتیایي مرکزونو نږدې سیمو کې پوښښ نسبتاً ښه دی، خو په لرې پرتو او سخت لاسرسي لرونکو سیمو کې کمزوری دی، د لارو لرې والي، د روغتیایي امکاناتو کمښت، ناامني او دفقر له امله په لرو پرتو سیمو کې واکسین په منظم ډول نه تطبیقېږي او ټولو ماشومانو ته په وخت نه رسېږي.»

هغه وویل ،دغه راز د واکسینونو د ساتنې سړې زېرمې مناسبې نه دي او ځینې وختونه واکسین په مناسب وخت او حرارت سره سیمو ته نه رسېږي.

د واکسینونو د برخې یو شمېر پوهان هم وایي چې ناسم پوهاوی د واکسین کولو د پوښښ د ساحې په محدودیدو کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د اړیکو پخواني مسول ډاکټر سید کمال شاه ازادي راډیو ته وویل چې د عامه پوهاوي زیاتوالی او د کورنیو باور ترلاسه کول د وضعیت د ښه کولو لپاره بنسټیزه اړتیا ده.

هغه وویل:«که مور او پلار پوره پوهاوی ولري، خپل ماشومان روغتیایي مرکزونو ته وړي، د هغوی واکسینونه تعقیبوي او په ټاکلي وخت ورته واکسین کوي، که پوهاوی کم وي، نو ان د اولادونو واکسین هم ورته مهم نه ښکاري، له همدې امله د والدینو پوهاوی د ماشومانو د واکسیناسیون په اړه ډېر مهم دی، له بده مرغه په افغانستان کې د ځینو واکسینونو په اړه پوهاوی ډېر کم دی او د واکسیناسیون پوښښ هم ډېر ټیټ دی.»

د روغتیا د نړیوال سازمان « ډبیلو ایچ او » د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د واکسین په وړاندې اوس مهال تر ټولو لویه ستونزه د واکسین د تطبیق څرنګوالی دی.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ میلادي کال کې کور په کور د پولیو واکسین کمپاین بند او پر ځای کې جومات په جومات او مرکز په مرکز سیستم ته واړوه.

له دې وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې کور په کور د پولیو واکسین کمپاین بندېدل کولی شي ماشومان، په ځانګړې توګه نوي زېږېدلي، له جدي خطر سره مخ کړي.

همداراز یو شمېر کورنیو ازادي راډیو ته شکایت کړی چې د واکسیند تطبیق د طریقې د بدلون له امله یې ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وایي چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه په منظم ډول تطبیقېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج الدین اویوال شنبه د ثور ۵مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲ میلیونه ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شوي چې ۹۸ سلنه پوښښ ښيي.

هغه زیاته کړې چې نږدې ۱۷ میلیونه د شري او ۱.۶ میلیونه د پنتا-۳ واکسین هم تطبیق شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۲۴مې تر ۳۰مې د واکسیناسیون نړیواله اونۍ نمانځل کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسینونو اهمیت ته د خلکو د پام اړولو لپاره نومول شوې ده.

دغه سازمان ویلي هدف یې د واکسین کولو په اړه د عامه پوهاوي زیاتوالی، د ماشومانو د واکسینونو بشپړولو ته د کورنیو هڅونه، او د روغتیایي خدماتو پراخول دي.

په دې اونۍ کې ټینګار کېږي چې واکسینونه د شري او پولیو په ګډون د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي له تر ټولو اغېزمنو او ارزانه لارو څخه دي.

«واکسین کول د هر نسل لپاره اغېزمن دی» د سږ کال لپاره د واکسیناسیون د نړیوالې اونۍ عمومي پیغام دی.