له پاکستان د افغانستان په لور تلونکي کډوال د اسنادو د ثبت له بهیره شکایت لري

له پاکستانه د افغانستان په لور تلونکي کډوال- ارشیف

افغانستان ته یو شمېر ستنېدونکي افغان کډوال وايي د ستنېدو پر مهال د پاکستان د ثبت او د اسنادو د تایید په مرکزونو کې یې کارونه ډير ځنډیږي. دوی وايي د کډوالو ګڼه ګوڼه، د بسنټیزو اسانتیاوو نه شتون او په دې مرکزونو کې د کارکونکو کمښت د دی لامل شوی چې دوی په شپو شپو انتظار شي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار ته څېرمه د ناصرباغ په سیمه کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د ثبت او د اسنادو د تایید په یوه مرکز کې سلګونه کسان هڅه کوي خپل اسناد ژر تایید او کډه په سر د تورخم په لور حرکت وکړي.

خو دلته د راغلو کډوالو په خبره، له سختو او جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي د کډوالو ګڼه ګوڼه، د بسنټیزو اسانتیاوو نه شتون او په دې مرکزونو کې د کارکونکو کمښت د دی لامل شوی چې په شپو شپو د دې پروسې لپاره دغلته پاتې شي.

افکټ « ډېر سخت رش دی، هماغه کسانو ته ټوکن ورکول کیږي چې څوک پیسې ورکوې»

محمد زمان وايي له خپلې کورنۍ سره له تېرو څلورو ورځو راهیسي دغلته د اسنادو د تاییدۍ لپاره انتظار کوي.

نوموړي شنبه د غويي یا ثور۵مه ازادي راډيو ته وویل:«زما دا څلورمه ورځ ده چې دلته د ناصر باغ په سنټر کې د ټوکن په انتظار یم، ډېر سخت رش دی، هماغه کسانو ته ټوکن ورکول کیږي چې څوک پیسې ورکوې، چې پیسې ورنه کړې ټوکن نه درکوي، دلته زنانه، سپین ږیري، ماشومان دا ټول په ډېر بد وضیعت کې دي، او مهاجرین له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ یې له کمپونو راوویستلو اوس دلته پراته یو، دا مهاجرینو سره ډېر ظلم دی.»

دا کډوال وايي که دې مرکزونو نه د ټوکن په نوم د کډوالۍ اسناد ترلاسه نه کړي نو په جمرود کې یې افغانستان ته د اوښتو لپاره نوملیکنه نه کېږي او نه پرېښودل کېږي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

خو افغانستان ته د ستنېدونکو دغه افغان کډوالو کړاو دلته پای ته نه رسیږي، دوی اړ دي چې تر تورخمه د تګ لپاره په لاره هم اوږد انتظار وکړي.

په لاره ایسارو یو افغانانو ازادي راډيو ته ویلي چې د بهګیاړي په سیمه کې لسګونه په کډو بار لاړې درول شوي او ورته ویل شوي چې د لنډي کوتل په حمزه بابا ټرانزیټي مرکز او دغه راز تورخم کې د ګڼې ګوڼې له امله د مخکې تګ اجازه نه شي ورکولای.

یوه ستنېدونکې افغان کډوال چې اوس مهال په بهګیاړي کې تورخم ته د تګ انتظار کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: «زموږ کډې یې دلته په بیګیاړي کې درولي دي او وايي چې هلته په حمزه بابا کمپ کې رش زیات دی، پنځه شپې کیږي چې دلته په سړک یې تېروو، نه خوراک شته نه د څښلو څه شته، د ګاډو کرایه هم هره ورځ په موږ ډېریږي، هیڅ نه پوهیږو څه وکړو، خو چې هلته رش دی نو بیا یې ولې موږ مجبورولو چې کډه رابار کړو، خو اصلا دوی غواړي چې افغانان دغسې زلیل شي.»

په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا ستنېدونکو افغانانو ته ورپېښې دغه ستونزې تاييدوي.

د دې شورا مسول بریالي میاخیل شنبه د ثور ۵مه ازادي راډيو ته وویل، کډوال د دغه ستونزو ترڅنګ د موټرو د درېدو له امله د لوړې کرایې د ادا کولو له ستونزې سره هم مخ دی چې ډېر شمېر کډوال یې توانايي نه لري.

«دا موټرې چې دلته په لارو کې لس پنځلس ورځې ودریږي، نو له دې سره کرایه ګانې ډېرې لوړې شوي دي، مخکې به یې ۶۰ زره اخیستي خو اوس ۱۶۰ زره اخلي، دلته بیا دوی په کډوالو کوتک ایخي چې هلئ وځئ، خلک مجبور دي چې موټر پیدا کړي او وخت په لاریو کې تېر کړي ځکه دلته ورته بې عزتي رسیږي، نو افغانان داسې یو وضعیت سره مخ دي او د غږ د اورېدو هیڅوک نشته.»

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ویلي چې تازه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنر سره په لیدنه کې د کډوالو د ثبت په مرکزونو کې د ستونزو په اړه بحث کړی دی.

د دې سفارت له لوري په یو بیان کې چې جمعه د ثور۴مه خپور شوی راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ له نوي مسول اسکار مانوئل سانچز نه غوښتي چې د یو این ایچ سي ار په مرسته په جوړو شویو دې مرکزونو کې باید د کارکونکو ظرفیت زیات او د شکایتونو د ثبت او تعقیب یو سیستم رامنځته شي.

د بیان په ټکو چې ښاغلي شکیب دغه راز ټینګار کړی چې له کډوالو سره ناوړه چلند، د دوی ځورونه او دغه راز د غیر اړینو خنډونو مخه باید ونیول شي.

د بیان له مخې د یو این ایچ سي ار دې مشر ډاډ ورکړی چې د ستونزو د حل او د کډوالو لپاره د خدمتونو د ښه کولو هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د روانې ثور په لومړۍ د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو چې په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې ساري ډول زیات کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د روان کال له پیله له ۱۴۶ زره ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي خو د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته دا شمېر لا زیات شوی دی.

که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې خو په وروستیو ظاهرا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان د ترینګتیا له زیاتېدو وروسته په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې فشارونه ډېر شوي او هره ورځ سلګونه کورنۍ په جبري ډول له دې هیواده ایستل کیږي.

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدو کمېټې د راپور له مخې چې جمعه د ثور۴مه ۸۸۸ افغانې کورنۍ چې یوازې ۷۴۷ یې پاکستانه ستنې شوې له بیلابیلو لارو څخه افغانستان ته اوښتي دي.