د امریکا او ایران د خبرو لپاره د اسلام آباد چمتووالی؛ خو ایران له مخامخ خبرو ډډه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

سپینې ماڼۍ ویلي ایرانیان غواړي له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي او په همدې سبب امریکايي پلاوی اسلام اباد ته ځي. اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر او نورو چارواکو سره کتلي. ایران بیا رد کړې چې دا وار به له امریکا سره مخامخ وګوري. ایران وايي هغه وخت خبرو ته راګرځي چې امریکا د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي. نور جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

اسلام اباد بیا د ایراني او امریکايي پلاویو کوربه دی خو لا کره نه ده چې خبرې به وشي که څنګه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف او د هغه سلاکار او زوم جراد کوشنر به د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي څو د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

«ایرانیان غواړي خبرې وکړي. دوی غواړي مخامخ وګوري او ولسمشر ټرمپ هم لکه څنګه چې ما څو ځل ویلي غواړي ډپلوماسۍ ته چانس ورکړي. نو سټيف او جرېډ به پاکستان ته ځي څو د ایرانیانو خبرې واوري. هیله من یو چې پرمختګ وشي او له دغو خبرو مثبت نتایج په لاس راشي.»

ایرانیان غواړي خبرې وکړي. دوی غواړي په شخصي توګه خبرې وکړي، او له همدې امله ولسمشر، لکه څنګه چې ما تاسو ټولو ته څو ځله ویلي دي، تل د ډیپلوماسۍ فرصت ورکولو ته لیواله دی. نو سټیو او جیرډ به سبا پاکستان ته لاړ شي ترڅو د ایرانیانو خبرې واوري. موږ هیله لرو چې پرمختګ به وشي او موږ هیله لرو چې له دې غونډې څخه به مثبت پرمختګونه راشي."

هغې زیاته کړه کله چې په دې خبرو کې پرمختګ وشو بیا به د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس هم اسلام اباد ته ورشي.

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او پلاوی یې که څه هم اسلام اباد کې دي خو د راپورونو په اساس داسې پلان نشته چې عباس عراقچي به له امریکایانو سره ګوري.

ایراني چارواکو ویلي د دوی پیغام به پاکستان ته ورکړل شي د دې پر ځای چې مستقیماً امریکايي مرکچیانو ته سره وکتل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، عباس عراقچي به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدو وروسته روسیې او عمان ته سفر وکړي.

اسلام اباد چې د امریکا او ایران د لومړي دور مذاکراتو کوربه وو هڅې کړي چې دوی بیا سره خبرو ته کښیني.

ایران شرط اېښی چې د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسېدو په صورت کې به خبرو ته راوګرځي.

تهران همداراز د ولسمشر ټرمپ له خوا د یو اړخیز اوربند تمدید بې معنی بللی په داسې حال کې چې سمندري محاصره په خپل ځای ده.
په هرمز تنګي کې وروستۍ څو ورځې وضعه لا کړکېچنه شوې. ایران دوه بېړۍ نیولي او په دریمې یې ډزې کړي دا وروسته له هغه چې امریکا د ایران یوه کښتۍ ونیوله.