د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره څه باندې ۷۰۰۰ افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي

عرفات غونډۍ- ارشیف

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې تر اوسه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره اووه زره دوه سوه درې شپیته افغانان مدینې منورې ته انتقال شوې دي.

له یوې اونۍ راهیسې دا کسان په الوتکو کې سعودي عربستان ته لېږدیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې سږکال دیرش زره افغانان له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.

د حج سږني مراسم د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.