په افغانستان کې د نویو سیلونو وړاندوینه د نژدې یوې میاشتې مرګ ژوبله ۵۱۴

په افغانستان کې سیلونه-ارشیف

د افغانستان په اووه ویشت ولایتونو کې ( جمعه د اپریل ۲۴ مه) د بارانونو اټکل شوی دی چې په ځینو سیمو کې به سیلونه هم ورسره وبهیږي.

د نورو ورښتونو وړاندوینه په داسې وخت کې شوې ده چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ورښتونو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د تلفاتو شمیرې په زیاتیدو دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د پنجشنبې په ورځ د ورښتونو او له لویه سره د طبیعي پېښو له کبله د وري له شپږمې د غویي میاشتې تر دریمې پورې د تلفاتو په اړه وویل:

د طبیعي پېښو له امله د وري له شپږمې د غویي میاشتې تر دریمې ۲۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۳۰۰ تنه ټپيان شوي او ۱۱ تنه تري تم دي
له پېښو سره د مبارزې د چمتوالې د ا دارې ویاند محمد یوسف حماد

« د بارانونو، سیلونو، زلزلو، چت نړیدو، تالندې، د غره ښوویدنې او ډبرو ښوویدو د پېښو له امله په ټول افغانستان کې ۲۱۴ تنه شهیدان، درې سوه تنه ټپيان او یولس تنه تري تم شوې دي. همداراز څوارلس سوه یو اتیا کورونه په بشپړ ډول، پنځه زره نهه سوه یو ویشت کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي. درې سوه اتیا دوکانونه په بشپړ او نسبي ډول او درې سوه دوه اویا کیلومتره سړکونه او پنځه دیرش پلچکونه هم ویجاړ شوې دي.»

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند د وزارت د هواپیژندنې ریاست په یوه بیان کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ، د ( جمعې) د ورځې لپاره وړاندوینه کړې چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزنی، میدان وردک، لوګر، خوست او پکتیا کې به باران ووریږي، چې په ځینو ولایتونو کې به لس ملي متره وي او په ځینو ولایتونو کې به د باران کچه تر دیرش ملي مترو پورې ورسیږي.

په افغانستان کې د وروستیو اونیو ورښتونو ته یوشمیر بزګران خوشاله دي چې د وچکالي مخه به څه ناڅه ونیول شي. بل لور ته د تیرې شاوخوا یوې میاشتې د ورښتونو له امله په افغانستان کې د کرهڼې برخې ته هم زیانونه اوښتې دي.

په افغانستان کې سیل ځپلي- ارشیف

د دغو زیانونو په اړه د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالې ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل:

« د نولس زره څلور اتیا جریبه کرهڼیزه مځکې او د دوه زره اته سوه باغونو حاصلات له منځه تللي. پنځه ویشت زره څلور سوه پنځه نوي ونې، دوه زره درې سوه څلور اویا تخنې سولرونه، درې سوه دوه پنځوس د اوبو شبکې او څاګاه ویجاړ شوي او څوارلس سوه درې څلویښت څاروي تلف شوې دي»

ښاغلي حماد زیاته کړه چې د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې ورښتونو او طبیعي افتونو په ټولیز ډول دولس زره څوارلس سوه کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د دې اونۍ په پیل کې د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه راپور کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د ورښتونو له امله بیځایه شوې کورنۍ بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.