ټرمپ په هرمز تنګي کې د ماین اېښودونکو بیړیو د ویشتلو امر وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په هرمز تنګي کې د ټولو ایراني ماین ایښودونکو بیړیو د ویشتلو او له منځه وړلو امر وکړ.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې ده د امریکا سمندري ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې په هرمز تنګي کې د ایران ماین ایښودونکې کښتۍ په نښه کړي او له منځه یوسي او په دې کې هیڅ شک ونه کړي.

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا ماین پاکونکي دا اوس هم په هرمز تنګي کې ماینونه شنډوي او دا کار باید ادامه پيدا کړي او دا هڅې باید درې برابره ګړندۍ شي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې مخکې ادعا کړې وه چې د امریکا دفاع وزارت اټکل کړی چې له ایراني ماینونو د هرمز تنګي د بشپړه پاکولو لپاره شپږ میاشتې وخت پکار دی، خو د امریکا دفاع وزارت دا راپور ناسم وباله.