یوه څېړنه ښيي د هرات په ښوونځیو کې داکثریت ماشومانو غاښونه له سخت خرابوالي سره مخ دي

د هرات روغتون کې د غاښونو د درملنې څانګه ، ارشیف

یوې څېړنې ښودلې چې د هرات په ښوونځیو کې له ۷ تر ۱۳ کلونو پورې له ۸۷ سلنې څخه ډېر ماشومان د غاښونو له سخت خرابوالي سره مخ دي. د دې تازه څېړنې موندنې ښيي چې ډېری دا ستونزې بېدرملنې پاتې دي.

په هرات کې ډیری ماشومان د غاښونو د درد او خرابوالي له ستونزې سره مخ دي چې د کورنیو په وینا یې پر ورځنیو فعالیتونو او زده کړو یې اغېز کوي.

د دریم ټولګي زده کونکی اته کلن مصطفی وايي ډېر وخت یې یو یا څو غاښونه درد کوي:

زما غاښونه خراب شوي او درد کوي. کله چې صنف ته ځم او استاد درس راکوي، درد مې زیات شي


"زما غاښونه خراب شوي او درد کوي. کله چې صنف ته ځم او استاد درس راکوي، درد مې زیات شي. د شپې چې کورنۍ دنده هم کوم درد کوي، او چې خواړه خورم هم."

د یوې ۱۲ کلنې زده کوونکې مور نازنین هم ازادۍ راډیو سره ورته ستونزه شریکه کړه:

"ډاکټر یې اصلي لامل د اوسپنې کموالی بللی. ځکه چې موږ په افغانستان کې یو، له اقتصادي پلوه نه شو کولای ښه او مغذي خواړه وخورو، نو له همدې امله د هغه غاښونه تور شوي او خراب شوي دي. زما په اند بل لامل ناسمه تغذیه ده، لکه ګاز لرونکي مشروبات او بېکیفیته خواږه چې ماشومان یې له کوره پټ په لږو پیسو اخلي او خوري."

بل لامل ناسمه تغذیه ده، لکه ګاز لرونکي مشروبات او بېکیفیته خواږه چې ماشومان یې له کوره پټ په لږو پیسو اخلي او خوري

دا په داسې حال کې ده چې «د افغانستان په هرات کې له ۷ تر۱۳ کلونو زده کوونکو ترمنځ د غاښونو خرابوالي کچه او شدت» په نوم د یوې څیړنې موندنې ښيي چې ۸۷.۲ سلنه ماشومان له دې ستونزې سره مخ دي چې د ډېریو درملنه نه ده شوې.

دا مقطعي څېړنه چې په ۱۴۰۱ کال کې پر ۴۴۶ ماشومانو ترسره شوې او پایلې یې تازه د غالب په نوم د طبي علومو په یوه مجله کې خپرې شوې دي، ښيي چې د خرابو دغو غاښونو منځنۍ کچه ۳.۲۶ ده، او یواځې ۳.۶ سلنه ماشومان ډک شوي (ترمیم شوي) غاښونه لري.

څېړنه چې د کورنیو پوښتنلیکونو او کلینیکي معایناتو پر مټ د روغتیا د نړیوال سازمان د معیارونو پر بنسټ شوې او یوه نسخه یې ازادي راډیو سره هم شریکه شوې، څرګندوي چې دکوچنیانو د عمر په زیاتېدو سره د غاښونو خرابوالی یو څه کمېږي، خو د کورنیو زده کړې، عاید او د خولې د پاکوالي عادتونو سره یې څرګند تړاو نه دی موندل شوی.

څېړونکو ،په هرات کې د غاښونو ډاکټرانو، سید اسحق امین، غلام سخي پارسا، سید امیر سعدي، عبدالتواب روف او شکیلا چکري ټینګار کړی چې بېړنۍ او پراخې مداخلې ته اړتیا ده، لکه:

په ښوونځیو کې د پوهاوي پروګرامونه، د فلوراید لرونکو کریمونو کارول، د سالمې تغذیې ښوونه او ارزانه درملنې ته لاسرسی.

د دغې ارزونې یوه څېړونکې ډاکټر شکیلا چکري وايي د هرات د ماشومانو ترمنځ د غاښونو دخرابوالي لوړه کچه د څو لاملونو پایله ده.

هغې وویل چې د غاښونو درملنې ته محدود لاسرسی او لوړ لګښتونه لامل شوي چې ډېری کورنۍ پر وخت درملنه ونه کړي.

دا څو لاملونه لري، د غاښونو کلینیکونو ته محدود لاسرسی، د درملنې لوړ لګښت، ډېر خواږه او قندي مواد، او همدارنګه د فلوراید کموالی


"دا څو لاملونه لري، د غاښونو کلینیکونو ته محدود لاسرسی، د درملنې لوړ لګښت، ډېر خواږه او قندي مواد، او همدارنګه د فلوراید کموالی. فلوراید د غاښونو د کلکولو لپاره مهم دی. سربېره پر دې، د پوهاوي کموالی هم یوه ستونزه ده."

په ورته وخت کې ډاکټر ولید جمالزاده وايي چې د غاښونو له خرابوالي مخنیوی کېدلای شي او وقایوي اقدامات په کې مهم رول لري.

موږ اوس ډېرې وقایوي لارې لرو، لکه د ماشومانو لپاره فلوراید تراپي او سیلانت تراپي درملنه


"موږ اوس ډېرې وقایوي لارې لرو، لکه د ماشومانو لپاره فلوراید تراپي او سیلانت تراپي درملنه. همدارنګه که د څښاک په اوبو کې د فلوراید کچه کنټرول شي، دا به ډېر اغېزناک وي."

نوموړی زیاتوي چې د غاښونو د روغتیا لپاره باید کریم د ډاکټر له سپارښتنې سره سم استفاده شي، او د غاښونو د برش، تار او د خولې مینځلو ځانګړې مایع منظم استعمال ډېر مهم دي.

د ده په خبره، مناسبه تغذیه او د خوږو او سرېښناکه خوړو کمول یې هم د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي، او په منظم ډول د غاښونو ډاکټر ته مراجعه کول هم د خولې او غاښونو په روغتیا کې مهم رول لري.