سلګونه افغان کډوال له قطر څخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته لېږدول کیږي 

د امریکايي ځواکونو لخوا قطر ته د یوشمیر افغانانو انتقال، ۲۰۲۱ ، اګست ۱۵ ، ارشیف

نیویارک ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې امریکا پلان لري چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر یو نظامي کمپ څخه د  کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.  په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د امریکا د حکومت له لوري کانګو دموکراتیک جمهوریت ته د قطر په یوه کمپ کې د پاتې افغان پناه غوښتونکو د احتمالي لېږد په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هم مهاله، په دې کمپ کې میشت یو شمېر افغانان وايي له نامعلوم او اندېښمنونکي راتلونکي سره مخ دي.

یو شمېر دوی چې له تېرو څو کلونو راهسي د قطر په «سیلیه» کمپ کې میشت دي ازادي راډيو ته یې وویل، دوی نه غواړي له امریکا پرته بل هېواد ته ولېږدول شي، ځکه د دوی په خبره د کورنۍ غړي یې هلته ژوند کوي.

د دغه پناه غوښتونکو له ډلې یوه یې د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط چهارشنبه د ثور ۲مه ازادي راډيو ته وویل:

یوازې زه دلته د قطر په کمپ کې یم، د میرمنې، لوڼو او زامنو په ګډون مې نوره کورنۍ په امریکا کې دي او زه دلته پاتې یم


" یوازې زه دلته د قطر په کمپ کې یم، د میرمنې، لوڼو او زامنو په ګډون مې نوره کورنۍ په امریکا کې دي او زه دلته پاتې یم، یو زوی مې چې ۲۳ کلن دی، په اسلام‌اباد کې دی، موږ په درې ځایونو کې وېشل شوي یو، له سختو ستونزو سره مخامخ یو او دلته هم هیڅ نه دي معلوم، ټول خلک ډېر سرګردانه دي."

یو بل پناه غوښتونکی چې دا هم په دې کمپ کې ژوند کوي او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل:

زما په ګډون ټول خلک اندېښمن دي، ماشومان، ښځې، زاړه او ځوانان—ټول اندېښمن دي


" زما په ګډون ټول خلک اندېښمن دي، ماشومان، ښځې، زاړه او ځوانان—ټول اندېښمن دي، موږ د امریکا لپاره راغلي وو؛ امریکایانو موږ په عزت دلته راوستو، خو اوس موږ په بې عزتۍ بل ځای ته استوي، دا رښتیا هم د اندېښنې وړ ده."

دا افغان پناه غوښتونکي داسې مهال د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښمن دي چې تازه یو شمېر نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته د دوی د احتمالي لېږد راپورونه خپاره شوي دي.

نیویارک ټایمز د اپریل په ۲۱ مه راپور ورکړی چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې دا مهال په قطر کې دي، له یوې سختې پرېکړې سره مخ دي: یا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېږي او یا به کانګو ته استول کیږي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چې د افریقا په مرکزي برخه کې موقعیت لري، د جنوبی ا فریقا له لویوهېوادونو دی.

دې ورځپاڼې د سرچینو له قوله لیکلي چې په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، د افغانستان د پخوانيو ځانګړو ځواکونو غړي او د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي او ۴۰۰ په کې ماشومان دي.

په راپور کې د افغان اېواک د مشر شاون وانډایور له قوله راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلانه خبر دی، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

شاون وانډایور ویلي، دې افغانانو ته به دا انتخاب ورکړل شي چې یا افغانستان ته ستانه شي او د طالبانو تر واک لاندې ژوند وکړي او که کانګو ته ولېږل شي، هغه هېواد چې د ده په وینا خپله له سخت بشري بحران سره مخ دی او ډېر کسان به دا انتخاب ونه مني.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، کانګو دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د سلګونو زرو کډوالو کوربه دی، او د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې دا هېواد د نورو کډوالو د ظرفیت نه لري.

د ملګرو ملتونو د بیلابیلو بنسټونو د راپورونو له مخې، دغه هېواد له مخ په زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی؛ داسې چې د دې هیواد ختیځې سیمې چې له شخړو سره مخ دي د خوړو ناامني او د لوږې بیړنۍکچه په کې په چټکۍ مخ په لوړېدو ده.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به په ټوله کانګو کې شاوخوا ۲۶.۶ میلیونه کسان له بحراني یا بدې کچې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر او د دې وزارت ویاندې الیزابت سټیکني تر دې دمه د دغه پلان په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي خو د دې وزارت ځینو چارواکو مخکې ویلي وو، دوی هڅه کوي چې قطر کې د پاتې افغانانو لپاره د بیا میشتېدنې «مسؤولانه او داوطلبانه» لارې پیدا کړي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو رسنیو په ځانګړي ډول وال سټریټ ژورنال، راپور ورکړی و چې امریکا له یو اسیايي او دوه افریقایي هیوادونو سره د دې افغانانو د لېږد په اړه خبرې کړي، خو د دغو هېوادونو نومونه نه دي ښودل شوي.

دا ۱۱۰۰ افغان پناه غوښتونکي چې کانګو ته د لېږد احتمال یې مطرح شوی، د «سیلیه» په نوم کمپ کې ژوند کوي چې د راپورونو له مخې ټاکل شوې وه د مارچ تر ۳۱مې وتړل شي.

دا کمپ په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واک ترلاسه کولو وروسته د هغو افغانانو د لنډمهاله مېشتېدو لپاره جوړ شوی و چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و او امریکا ته د لېږد په تمه وو.

د امریکا د کانګرس ځینو غړو مخکې د دې کمپ تړل «خیانت» بللی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې واک ته له رسېدو وروسته د کډوالو په وړاندې خپله پالیسې سخته کړه او د افغانانو په ګډون یې د لسګونو نورو هیوادونو وګړو ته د ویزو ورکول وځنډول.

ښاغلي ټرمپ ویلي دا اقدامات د امریکا د امنیت د ټینګښت لپاره اړین دي.