د افغانستان د بشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی هغه رپوټونه د جدي اندیښنې وړ بولي چې وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو د حکومت استازو ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي څو دځینو افغان کډوالو د ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
ریچارد بنیت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ښځو ، د بشري حقوقو د ملاتړوکسانو او پخوانیو چارواکو د بشري حقوقو څخه د پراخې سرغړونې له کبله هرډول ستنول دا اصل چې کډوال به په جبري توګه نه ستنول کیږي،ماتوي.
سرچینو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د حکومت استازي راتلونکو اونیو کې بروکسل ته بلل شوي ترڅو د اروپايي اتحادیې چارواکي افغانستان ته د ځینو کډوالو دبیرته ستنولو په هکله ورسره خبرې وکړي.
د اروپايي اتحادیې یو شمیر هیوادونه غواړي جرمونو کې ښکیل ځینې افغان کډوال چې د اقامت اسناد نلري افغانستان ته ستانه کړي.