د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې ځانګړې استازي سره ولیدل

بروکسل کې د اروپايي کومیسون د ودانۍ مخې ته د اروپايي اتحادیې بیرغونه ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د اروپايي اتحادیې له ځانګړې استازي سره په کتنه کې د سیاسي ، اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا په هکله خبرې کړي دي.

خبرپاڼه وايي د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په دې کتنه د اروپايي اتحادیې له بشري مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې د دوامدارو پرمختایي پروګرامونو پر لور واوړي.

اعلامیه زیاتوي چې د اروپايی اتحادیې ځانګړي استازي ژیل بیرتراند له افغانستان سره د مرستو ددوام ډاډ ورکړی او ویلي دي چې داروپا دروازې دافغاني صادراتو په مخ خلاصې دي او په ځانګړې توګه دافغانستان وچه میوه په اروپا کې ښه بازار لري.

ددغې لیدنې خبر په داسې حال کې خپریږي چې رپوټونه وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو یو تخنیکي پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او ددغې اتحادیې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.

د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.