د بشري حقونو د څار سازمان : پاکستاني چارواکو دافغان کډوالو اخراج ته زور ورکړی

ارشیف

د بشري حقوقو د څار سازمان وايي پاکستاني چارواکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې له نښتو وروسته، دافغان کډوالو خلاف چاپو، خپل‌ سریو نیونو او جبري ستنولو ته زور ورکړی دی.

دغه سازمان په خپله نننۍ خبرپاڼه کې وايي چې د پاکستاني پولیسو دغه چلند د زرګونو افغان کډوالو د ورځنۍ ژوند چارې لکه روغتیايی خدماتو ، زده کړو او نورخدماتو ته لاس رسی له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

ددغه سازمان د افغانستان دبرخې څیړونکې فرشته عباسي وايي "پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته ساتنې ته د اړمنو انسانانو په سترګه وګوري، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. د پولیسو ناوړه چلند خلک دې ته اړ باسي چې له خوړو او روغتیايي خدمتونو تېر شي،"

نوموړې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دافغان کډوالو اجباري ستنول سملاسي ودروي.

پاکستان تراوسه د بشري حقوقو د څارسازمان ددغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.