د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان د افغان کډوالو پرضد چاپې، نیونې او جبري ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یوې افغان پناه غوښتونکې وویل، د پاکستاني پولیسو د نیولو له ویرې ان له کوره نه شي وتلی: «ان موږ تر روغتونه نه شو تللی، وضعیت تر دې حده خراب دی.»

دې د چهارشنبې په ورځ د ثور ۲مه د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل، په ډېرې سختۍ او ویرې لومړني خوراکي توکي ترلاسه کوي:

" نارینه خو اصلا له کورونو، نه شي وتلی، موږ هم د ورځې یو ځل په ډېره ویره د کورنۍ د اړتیا وړ توکو پسې وځو او ژر بېرته کورونو ته راستنیږو، له خپلو ماشومانو سره لکه بندیان په کورونو کې پراته یو، هغه کسان چې روغتونونو ته ځي لکه د غلو غوندې ځي او هڅه کوي چې د پولیسو له شره ځانونه وساتي."

دا میرمن وايی له تېرو دریو کلونو راهیسي له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره امریکا ته د تګ په تمه وخت تېروي، خو په خبره یې

په پاکستان کې یوه مېشته افغان کډواله وايي، له تېر کال راهیسي چې د ویزو تمدید بند شوی د پولیسو له لاسه یې ارامه ورځ نه ده لیدلی.


دا په داسې حال کې ده چې تازه د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له بیا زیاتېدو وروسته پاکستان د افغان کډوالو پرضد ناوړه چاپې، خپل سرې نیونې او په جبري ډول ستنول په بې سارې ډول زیات کړي دي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ د ثور لومړۍ نېټه په راپور کې ویلي د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیاتو زرګونه هغه افغانان چې له وړاندې زیانمن دي په ځانګړي ډول ماشومان او میرمنې روغتیايي، تعلیمي او نورو بنسټیزو اسانتیاوو ته د لاس رسي په برخو کې له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

په دې راپور کې د یاد سازمان د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله راغلي:

"پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ملاتړ پر ځای د وېري فضا رامنځته کړې، او دې حالت ډېر کسان دې ته اړ کړي چې له خوړو او روغتیايي خدمتونو تېر شي."

نوموړې ویلي پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوال د ډله ییزې ستنونې لړۍ تېزه کړې چې دوی په افغانستان کې له احتمالي ځورونو او بدو حالاتو سره مخ کېدای شي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي پاکستاني پولیس په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په کورونو چاپې وهې، د شپې ناوخته هم د خلکو کورونه تلاشي کوي، اوله قانوني جواز پرته څخه نیونې ترسره کوي.

افغانستان ته په جبري ډول یو شمېر ستانه شوي افغانان هم ورته خبره کوي.

د علي ګل په نوم یو ستون شوی افغان چې اوس مهال په تورخم کې دی ازادي راډيو ته یې وویل:

" افغانان له ډېر بد وضعیت سره مخ دی، پولیسو به ونیولې یوې کوڅې ته به یې کړې، لس او شل زره به یې درنه واخیستې، د شپې به درپسې بیا کورته راغلل بیا به یې ونیولې او پیسې یې درنه اخیستلی."

د بشري حقونو د څار سازمان هم په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو له قوله ویلي چې پولیس افغانان د سودا اخیستلو، ښوونځيو او روغتونونو ته د تګ پر مهال نیسي، موبایلونه او پیسې ترې اخلي او هغه کسان چې پیسې نه ورکوي نیسې او ډیپورټ کوي یې.

له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او له دوی نه د پیسو د اخیستلو ادعاوې کومه نوې خبره نه ده او له دې مخکې هم بیلابیلو بنسټونو او کډوالو ورته شکایتونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو له قوله ویلي چې پولیس افغانان د سودا اخیستلو، ښوونځيو او روغتونونو ته د تګ پر مهال نیسي

افغانستان ته یو بل ستون شوي افغان رحمان الله چې دا هم په تورخم کې د کډوالو په لنډ مهاله پنډغالي کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل:

" نه مو کاروبار کولای شو، نه مو ازاد ژوند کولای شو، نه مو ان له بازاره د اړتیا وړ توکي اخیستلی شول، وضعیت ډېر بد وو، بیا چې راتلو هم په لاره ډېر په تکلیف شو، په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم کمپ ته چې راغلو دلته هغه کسانو ته لومړیتوب ورکول کېده چا پیسې ورکولې، نه سپین ږیرو ته پام کېده او نه میرمنو ته."

که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې خو په وروستیو ظاهرا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان د ترینګتیا له زیاتېدو وروسته په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په وړاندې فشارونه ډېر شوي او هره ورځ سلګونه کورنۍ په جبري ډول له دې هیواده ایستل کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د روان کال له پیله له ۱۴۶ زره ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي خو د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته دا شمېر لا زیات شوی دی.

یکشنبه د حمل ۳۰ مه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان « ای او ایم» په یو بیان کې ویلي وو چې یوازې په دوو اوونیو کې له پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو شمېر نژدې ۱۷ چنده زیات شوی او د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې ۴۲،۴۵۲ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، له پاکستانه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بېرته ستنېدونکو شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ چنده زیات شوی چې لوی بدلون ښيي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په هغه هېواد کې اوسېږي.