د طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپایي کمیسیون مرکزي دفتر

ټاکل شوې ده چې اروپایي ټولنه په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره د هغو افغان کډوالو د برخلیک په تړاو خبرې وکړي چې یوشمیر اروپایي هیوادونه یې له اروپا څخه د ایستلو نیت لري.

په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت او راتلونکې په اړه د بحثونو له زیاتېدو سره هم مهاله، یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې لا یې د اروپايي هېوادونو د استوګنې قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي، افغانستان ته د بېرته ستنولو د هر ډول پلان په اړه اندېښمن دي.

دوی ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې بېرته ستنېدل ورته د منلو وړ نه دي او له اروپايي بنسټونو غواړي چې د دوی د دایمې استوګنې او وضعیت په اړه روښانه تګلاره غوره کړي.

یو افغان تبعه چې نږدې درې کاله مخکې یې په پولنډ کې د پناه غوښتنه کړې او وايي لا یې برخلیک نامعلوم دی، د نوم نه ښودلو او غږ بدلېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ وخت ضایع شوی، د کډوالو په بندو کمپونو کې ژوند کوو، هره ورځ له دې فشار سره مخ یو چې باید له دې ځایه ووځو، دې ځای ته د راتګ لپاره افغانانو خپل ژوند خطر ته ورکړی خو دلته هیڅ ارزښت نه لري، ډېری هغه کسان چې په کمپونو کې بند دي، هره ورځ له دې ګواښ سره مخ دي چې خپل هېواد ته به بېرته ولېږل شي، حال دا چې ژوند یې له خطر سره مخ دی."

په جرمني کې یو بل افغان پناه غوښتونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي او له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسي د اسنادو په تمه دی سه شنبه د ثور په لومړۍ نېټه یې ازادي راډيو ته وویل:

" نه د شپې خوب لرو نه د ورځې، ماشومان او لویان ټول په خوب کې ډاریږو، ویرونکي خوبونه ګورو، الله دې وکړي چې له دې ځایه خلاص شو، ولاړ شو، کار وکړو، مزدوري وکړو، له افغانستانه د ستونزو له امله راغلي یو، مجبوره وو، د افغانستان وضعیت ټولو خلکو او ټولې اروپا ته معلوم دی چې ښه نه دی."

په همدې حال کې د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان وايي چې د افغانستان د اوسني سیاسي او بشري وضعیت په شرایطو کې له اروپا څخه د افغان پناه غوښتونکو جبري ایستل، د کډوالو له حقونو ښکاره سرغړونه ده.

په سویډن کې میشت د کډوالو د حقونو فعال احمد ذکي خلیل ازادي راډیو ته وویل:

"په داسې وضعیت کې د افغانانو جبري ایستل، چې افغانستان خپله له سیاسي بحران سره مخ دی، له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د کډوالو په اړه د ژنیو او نیویارک کنوانسیونونو نقض ګڼل کېدای شي."

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو له دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې تېر جمهوري نظام پورې د اړوند کارکونکو د نیولو او شکنجې راپورونه وکړي، طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې افغانستان کې امنیت ټینګ دی او په بهر کې میشت افغانان کولای شي په ډاډه زړه خپل هیواد ته ستانه شي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې اروپايي ټولنه ډېر ژر د افغانانو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره د طالب پلاوي کوربهتوب وکړي.

ځینو ډیپلوماټیکي سرچینو دوشنبه د حمل ۳۱مه فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي ټولنه به په راتلونکو اوونیو کې په بروکسل کې د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو یوه پلاوي ته بلنه ورکړي.

سرچینو ویلي چې لا هم رسمي بلنلیک نه دی استول شوی.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «پلان دا دی چې هغوی له اوړي مخکې راوبولو.» هغه زیاته کړې چې دا پلاوی به یو «تخنیکي» ټیم وي.

بلې سرچینې ویلي چې اروپايي چارواکي د الوتنو د امکاناتو او د کابل د هوايي ډګر د ظرفیت په اړه معلومات ارزوي او هم مهاله د بېرته لېږل شویو کسانو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې کوي.

د راپور له مخې، دا سفر چې د اروپايي کمېسیون او څو غړو هېوادونو په همغږۍ تنظیم شوی، افغانستان ته د اروپايي چارواکو له دوو مخکنیو سفرونو وروسته ترسره کېږي چې د دې موضوع په اړه په کې «لومړنۍ» خبرې شوې وې.

په همدې حال کې د سویډن د کډوالۍ وزیر یوهان فورسل ویلي چې د دې اقدام موخه د هغو کسانو د ایستلو د حکم پلي کولو اسانه کول دي چې په اروپايي هېوادونو کې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي دي.

هغه دوشنبه «ټي ټي نیوز ایجسنۍ» سره په خبرو کې ویلي یوه بنسټیزه ستونزه داده چې دغه کسان سره له دې چې د ایستلو حکم یې شوی خو افغانستان کې یې د منلو د امکان د نشتوالي له امله لا هم په اروپا کې پاتې دي.

هغه ټینګار کړی چې دا خبرې د طالبانو د سیاسي رسمیت پېژندنې معنا نه لري، بلکې یوازې په تخنیکي کچه او د عملي ستونزو د حل لپاره ترسره کېږي.

ازادي راډیو په دې اړه د معلوماتو لپاره د اروپايي ټولنې له رسنیزې څانګې پوښتنې کړې، خو د راپور تر چمتو کېدو یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه کړې.

په دې وروستیو کې اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی وو چې ښایي شاوخوا ۱۲۰ افغان پناه غوښتونکي چې د پولنډ د کډوالو کمپونو کې ساتل کېږي، بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

دې خبري اژانس ویلي وو چې پولنډ دوه اوونۍ مخکې ۹ افغان پناه غوښتونکي د ازبکستان له لارې افغانستان ته استولي دي.

جرمني په ۲۰۲۴ کال کې له سلو ډېر افغانان د قطر په مځګړیتوب په چارټر الوتنو کې افغانستان ته استولي او اتریش هم دغه بهیر تعقیب کړی دی.

د یادونې ده چې د تېر میلادي کال په اکتوبر کې د اروپايي ټولنې ۲۰غړو هېوادونو په یوه ګډ لیک کې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي وو چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي اقدامات وکړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د تېر کال د تلې یا میزان په میاشت کې اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي، څو د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي حل لاره او ځانګړی میکانیزم رامنځته کړي چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري.

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانانو شاوخوا یو میلیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، او افغانانو تېر کال د پناه غوښتونکو تر ټولو ستره برخه جوړوله.