یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.