د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د ملاریا د پیښو د زیاتوالي خبر ورکوي

د ملاریا ناقل انافیل غوماشی ، ددغه غوماشي کنټرول د ملاریا دمخنیوي ترټوله ښه لار ده.

دې سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د فبروري په پرتله د مارچ په میاشت کې د دې ناروغۍ پیښې ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي. که څه هم راپور کې نه دي ویل شوي چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې ډیرې پیښې ثبت شوي، خو د ختیځ زون یو شمیر اوسیدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دوی په سیمو کې ملاریا زیاته شوې .

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ اوسیدونکی نجیب الله نورستانی وايي، د کورنۍ څو غړي یې په ملاریا اخته شوي دي.

زموږ کور کې درې کسه، دوه لونې او مېرمن مې په ملاریا اخته شوې دي.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله د کونړ ناړۍ ولسوالۍ سره د کامدیش او برګ مټال ولسوالیو لارې وتړل شوې، د درملو په ګډون ناروغان روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو ته له لاسرسي بې برخې شول.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، که څه هم اوس لارې خلاصې شوې دي، خو درمل او نورې روغتیايي اسانتیاوې د دوی سیمې ته په سمه توګه نه دي رسیدلي، او د ده میرمن او لوڼې لاهم په دې ناروغۍ اخته دي:

که درمل پیدا شي، هماغه کاروو، که نه په کامدیش ولسوالۍ کې سمه درملنه نشته.

"موږ ډېر در په دره شوو، مونږ ته سمه درملنه یا روغتیایي اسانتیاوې برابرې نه دي، په همدې دلیل زموږ ناروغان له ستونزو سره مخ دي، که چېرې درمل پیدا شي، هماغه کاروو، که نه په کامدیش ولسوالۍ کې سمه درملنه نشته."

د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي پایدین خان او د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي عزیزالله د جمعې په ورځ د «حمل په ۲۸مه» ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د دوی په سیمو کې هم د ملاریا پېښې زیاتې شوې دي:

"ولسوالۍ کې یو کلنیک دی او هلته د ملاریا پېښې ډېرې دي، زموږ کور کې هم دوه مې لوڼې په ملاریا اخته دي، زموږ کلي کې ملاریا ډېره شوې ده."

زموږ کور کې هم دوه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او روغتیایي خدمتونو ته په سمه توګه لاسرسی نشته

"زموږ سیمه کې (دا ناروغي) ډېره ده، زموږ کور کې هم دوه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او روغتیایي خدمتونو ته په سمه توګه لاسرسی نشته."

د لغمان ولایت یوه روغتیايي کارکوونکې هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د ملاریا ناروغانو د مراجعینو شمېر زیات شوی دی.

ملاریا یوه ساري ناروغي ده چې د انافل ښځینه ماشې د چیچلو له لارې له اخته کس څخه روغ کس ته لیږدول کیږي، او تر ډیره ماشومان او امیندواره میرمنې اغیزمنوي.

روغتیايي پالان وايي د ولاړو اوبو شتون، د ختیځو ولایتونو جغرافیایي موقعیت، کډوالي، بارانونه، ګرمه هوا او اقتصادي فقر د دې ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه او لوړه تبه، خواګرځي او د اشتها کموالی یې له مهمو نښو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم په افغانستان کې د ملاریا د پیښو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د جمعې په ورځ د «حمل په ۲۸مه» په ریلیف ویب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي، په مارچ کې په افغانستان کې د ملاریا شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوي چې د فبروري په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

خو دا سازمان زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه د دې ناروغۍ له امله د مړینې د هیڅ پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان مارچ میاشت کې د شدید اوبلن اسهال او خونریزۍ لرونکې تبې، کریمه - کانګو د پیښو د زیاتوالي راپور هم ورکړی دی.

په ورته وخت کې «ډبلیو اچ او» په شدیدو تنفسي ناروغیو لکه د سینه بغل، د ډینګي تبې شکمنې پېښو، د شري او «کوویډ-۱۹» په څیر ناروغیو د کمښت راپور هم ورکړی دی.

راپور کې دا هم راغلي چې یاد سازمان روغتیایي اړتیاوو ته په غبرګون کې په ټول افغانستان کې له ۲۰۰ څخه ډیرې اساسي روغتیایی کڅوړې ویشلي دي، چې له ۸۱۰ زرو څخه زیات کسان ترې برخمن شوي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د عامې روغتیا په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی، چې د روغتیایی اسانتیاوو له نشتوالي، په لرې پرتو سیمو کې روغتیایی خدمتونو ته له محدود لاسرسی، پراخې بې وزلي او د طبیعي پیښو لکه سیلابونو او د کورنیو بې ځایه کیدلو له امله رامنځته شوې دي.

دا وضعیت په ډیری ولایتونو کې د ساري ناروغیو په ځانګړي ډول ملاریا او شدید اوبلن اسهال د خپریدو د دوام لامل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو دې وضعیت ته په کتو په وار وار خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیایی سیسټم نازک دی او د دې ناروغیو ناڅاپي زیاتوالي ته د بشپړ ځواب ویلو وړتیا نه لري.