د کابل - جلال اباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې کوم ځای ته رسېدلي؟

د کابل- جلال اباد د لارې ماهیپر سیمه کې د وسایطو د ګڼه ګوڼې یو انځور ، ارشیف

د کابل- جلال اباد په لار د یو شمیر سیمو خلک او موټر چلوونکي شکایت لري چې د دوهم لین د جوړیدو کار پڅ روان دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین یې هم تایدوي وايي چې د دې سړک جوړولو ته ان تیرو حکومتونو هم جدي توجه نه ده کړې.

د کابل - جلال اباد د دوهم لین سړک په مسیر د یوې سیمې اوسېدونکی وايي چې د دغه سړک د جوړېدو کار ځنډمن شوی دی.

" د ګړابوې تر لاندې بېخه پورې، مکمل ګړابوه هم یو څو متره ورته پاتې دي، سل دوه سوه، تر دې ځایه جغل اندازي شوې او قیر ته برابر شوی، هغې نه هاخواته، ټکی کار هم نه دی شوی."

دغه کس چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ د بدلېدو په شرط یې پنجشنبه د حمل په ۲۷ مه ازادي راډیو ته وویل:

همغه کندې دي، همغه دوړې دي او همغه خلک دي بیچاره ګان، یو دوه اکسکاوتوره لګيا دي او یو پنځه ډمپره، که دا په دې شکل روان وي فکر نه کوم چې دا پروژه په ۵ کاله کې هم تکمیل شي.

خو د کابل له غاړې په دې سړک له کار یوې باخبرې ولسي سرچینې چې ده هم د ورته ستونزې له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

د کابل له خوانه سرعت یې یو څه ډیر کړی دی، درې، څلور شرکته یې نور هم اضافه کړي دي، نو کار یې لږ اضافه کړی دی.

"

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په دې اړه چې د دې سړک د جوړېدو کار کوم ځای ته رسېدلی د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر دولتي اژاانس میاشت مخکې په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د کابل - جلال اباد د دوهم لین سړک چارې ۲۰ سلنه مخته تللې دي.

داسې مهال چې د کار د شل سلنه پرمختګ خبره تیر کال د طالبانو تر کنترول لاندې ملي تلویزیون او د تیر جمهوري نظام مسوولینو هم تر سقوط مخکې کړې وه.

د کابل - جلال اباد لارې یو موټر چلوونکی چې ده هم ونه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، که دا سړک جوړ شي نو تر ډیره به په اوسنۍ لاره د ترافیکي پېښو مخه هم ونیول شي:

چې دا څومره ټکرې کېږي او دا څومره تلفات رامنځته کېږي دا له همدې وجې دې چې دا لاره د دومره ګڼه ګونې نه ده، نو دا سړک ډیر ضرور دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کابل - جلال اباد دوهم لین سرک د سوداګرۍ لپاره ډیر مهم ګني خو دا خونه هم وايي متاسفانه جدي کار پرې نه دی شوی.

د دې خونې سلاکار خان جان الکوزي پنجشنبه د حمل په ۲۷ مه ازادي راډیو ته وویل:

" د اهمیت له پلوه او په اقتصادي لحاظ ډیره مهمه ده خو متاسفانه چې هیڅ دولتونو له جمهوریت نه نیولې تر اوسه پورې، هیڅ دولت، ان له مجاهدینو نیولې او له هغې نه مخکې دولتونو ورته توجه نه ده کړې، باید په دې باندې کار شوی وای، د ترانسپورت او انتقالاتو یوه ډیره مهمه لار ده. "

ښاغلی الکوزی زیاتوي، که څه هم د طالبانو حکومت پرې د کار خبره کوي خو په خبره یې په هغه ډول چې لازمه وه تیز کار نه دی شوی.

د کابل – جلال اباد د دوهم لین سړک لومړني کارونه د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوي و چې د امنیتي دلایلو له امله یې کارونه نیمګړي پاتې شول خو د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ کال کې خبر ورکړ چې د دې سړک د جوړولو چارې یې یو وار بیا پیل کړي دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر هغه مهال د خبرپاڼې په خپرولو سره د دې لویې لارې رغول مهمه اقتصادي پروژه بللې وه او په کې راغلي وو چې دغه لویه لار د وسایطو او عراده جاتو څخه د اخیستل کېدونکي حق العبور په بدل کې جوړېږي.

خو دا چې سړک به په څومره پیسو او څومره وخت کې جوړیږي په دې اړه په کې څه نه وو ویل شوي.

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په غويي میاشت کې یو شمیر موټر چلوونکو ازادي راډیو ته شکایت کړی و چې د دې سړک د جوړېدو لپاره له کال راهیسې دوی نه پیسې هم اخیستل کېږي، خو په خبره یې کار یې نه بشپړېږي.

دوی ویلي وو چې د هر وړوکي موټر نه اتیا افغانۍ، له فلاینکوچونو او مارسډیزونو نه ۱۸۰ او له مازدو موټرو نه ۵۰۰ تر زر افغانیو پورې اخیستل کیږي.

د جمهوري نظام پر مهال د ټولګټو وزارت یو شمیر چارواکو د نوم د خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هغه مهال د دې سړک د جوړېدو پر وړاندې یوازې امنیتي ستونزې موجودې وې چې هغه هم بیا هوارې شوې او اوس چې یې کار پڅ روان دی د دوی په باور، ښايي مالي ستونزې وي ځکه په ټکو یې بله هیڅ ستونزه نه وه موجوده.

د کابل-جلال اباد دوهم لین سړک چې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د کابل له بګرامیو ولسوالۍ څخه پیل د دغه ولایت خاکجبار، د ننګرهار د حصارک، خوګیاڼیو او سره رود ولسوالیو څخه له تېرېدو وروسته، د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلول کېږي.

دا سړک څلور ختیځ ولایتونه؛ ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان له کابل سره نښلوي، دغه شان د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیت مهمه لار هم بلل کېږي.