یو شمېر افغان سوداګر وایي، د صاداراتو او وارداتو په برخه کې جدي ستونزې لري

د افغانستان د تازه مېوې او سبزیو د سوداګرو ټولنه وایي، د افغان سوداګرو لسګونه موټره تازه میوه په ایران کې په بندر عباس کې ولاړه، او د خرابېدو په حال کې ده.

د دې ټولنې مشر، حاجي امید حیدري، د چهارشنبې په ورځ (د حمل ۲۶ مه) ازادي راډیو ته وویل چې له څه مودې راهیسې د سیمې د جګړې له امله شاوخوا ۴۰ موټره مڼې چې صادراتو لپاره وې، په دې بندر کې بندې پاتې دي.

د ده په خبره، د هر کانتینر خالص ارزښت (د ترانسپورټ، مالیې او بیمې له لګښتونو پرته) ۲۰ تر ۲۵ زره ډالرو پورې اټکل شوی دی:

"موږ ۳۰ تر ۴۰ موټره مڼې په بندر عباس کې لرو چې د خرابېدو له خطر سره مخ دي، خو زموږ موټرې بندې دي. د هر کانتینر ارزښت یې له ۲۰ تر ۲۵ زره ډالرو پورې دی، له ترانسپورت او نورو لګښتونو پرته."

ښاغلي حیدري زیاته کړه چې له هند څخه افغانستان ته د بندر عباس له لارې واردات هم له خنډ سره مخ شوي، ځکه چې د هر کانتینر د لېږد لګښت له ۲ زره ډالرو څخه شاوخوا ۱۳ زره ډالرو ته لوړ شوی او باروړونکې ټولنې هم د مالونو د رسېدو په برخه کې هېڅ ډول تضمین نه ورکوي.

په سیمه کې وروستي کړکېچونه، لکه د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ هغه راپور شوي بریدونه او نښتې چې د حوت په ۹مه پیل شوې، د امنیتي وضعیت او هوايي او ترانزیټي لارو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي، او دې حالت پر سوداګرۍ او د توکو پر لېږد هم اغېز کړی دی.

د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنه هم وایي چې د سیمهییزو جګړو له پیل سره د صادراتو بهیر نږدې ۲۰ ورځې په بشپړه توګه درېدلی و، او وروسته هم پڅ روان دی . د دوی په خبره، اوس سوداګر ډېر په احتیاط عمل کوي او لږ صادرات او واردات کوي.

د دې ټولنې ویاند، خالد احمد رحماني، ازادي راډیو ته وویل چې هوايي دهلېز پرانیستی دی، خو د جګړې او د هوايي حریمونو د تړل کېدو له امله د لېږد لګښتونه زیات شوي دي:

"هوايي دهلېز پرانیستی دی او مسیر عادي دی، خو د جګړو له امله کرایې لوړې شوې دي، ځکه ځینې هوايي لارې تړل کېږي یا هوايي حریمونه بندېږي. له همدې امله د هر کیلو په بیه کې له ۲۰ تر ۴۰ سنټه توپیر راغلی. مخکې له دې، د اریانا شرکت له لارې هند ته یو کیلو بار یو ډالر و، او له هند څخه واردات شاوخوا ۸۰ سنټه وو."

ښاغلي رحماني زیاته کړه چې پخوا وچې مېوې د واګه بندر له لارې هند ته صادرېدلې، خو د سیمهییزو کړکېچونو له امله د دې لارې تر تړل کېدو وروسته، د ایران بندرونو له لارې لېږد زیات شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د طالبانو حکومت سره له نښتو وروسته، تر شپږو میاشتو زیات موده کېږي چې افغانستان سره تورخم او نورې لارې تړلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د طالبانو حکومت هڅه کړې چې بدیلې لارې پیدا کړي او په دې موده کې یې له هند، ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې دي.

خو له دې سره، سره، یو افغان سوداګر چې خام مواد او کیمیاوي توکي واردوي، وایي چې سوداګریزې لارې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي او مناسب بدیل یې نشته.

ده چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د بندر عباس له لارې افغانستان ته د یوه کانتینر د لېږد لګښت له ۱۰ زره ډالرو څخه زیات شوی، او د منځنۍ اسیا لارې، هم وختاخیستونکې او هم ګرانې دي.

د ده په خبره، د لګښتونو زیاتوالي په بازارونو کې بیې هم لوړې کړې دي، او اوس د ده د شرکت د سلګونه زره ډالرو مالونه د بندر عباس او مالیزیا په شمول په بېلابېلو لارو کې بند پاتې دي:

"پخوا به موږ د یوه کانتینر لپاره تر بندر عباس پورې ۳ زره ډالر ورکول، خو اوس باید ۱۵ زره ډالر ورکړو. که د وچې لارې یا ریل له لارې یې ولېږدوو، هم ډېر وخت نیسي او هم بیه لوړېږي. اوس زموږ د شرکت درې یا څلور کانتینره مال چې ارزښت یې څلور یا پنځه لکه ډالر دی، د بندر عباس په لاره کې بند پاتې دی، او یو یې په مالیزیا کې بند دی. ستونزې هم رښتیا ډېرې شوې دي."

دغه افغان سوداګر هیله لري چې د سیمهییزو کړکېچونو په کمېدو سره صادرات او واردات بېرته خپل عادي حالت ته وګرځي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې «د افغانستان د سوداګرۍ وضعیت تحلیل» په نوم یوه راپور کې ویلي وو چې د ۱۴۰۴ کال په جدې په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سوداګري (واردات او صادرات) ۲ سلنه کمه شوې ده.

په دغه راپور کې چې شا اوخوا دوه میاشتې مخکې خپور شوی و راغلي وو چې دا کموالی شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، او په جلا توګه صادرات ۲۳ سلنه کم شوي، خو واردات ۲ سلنه زیات شوي دي.

راپور زیاتوي چې د مناسبو زېربناوو نشتوالی لکه سړکونه، د بندرونو کمزوری حالت، او د ریل پټلۍ محدودیتونه د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې لوی خنډونه دي. همدارنګه نړیوالو بندیزونو، مالي محدودیتونو، نړیوال بانکي سیستم سره کمزورو اړیکو، او د بهرنیو پانګهوالو د باور کمښت د پانګونې کچه هم راټیټه کړې ده.

په راپور کې د اقتصادي تنوع د نه شتون موضوع هم یاده شوې، او ویل شوي چې د افغانستان اقتصاد تر ډېره پر خامو موادو لکه قیمتي ډبرو او زعفرانو ولاړ دی او لږې پرمختللې صنعتي برخې لري.

د حل لارې په توګه وړاندیز شوی وو چې زېربناوې د کورنیو پانګونو او سیمهییزو همکاریو له لارې پیاوړې شي، له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې لارې ډیرې وکارول شي، د معلوماتي ټکنالوژۍ زېربناوې د انلاین سوداګرۍ لپاره پراخې او په ټوله کې د هېواد اقتصاد په بنسټیز ډول متنوع شي.