چین په هرمز تنګي کې عادي حالت ته د بېړۍ چلولو د راګرځېدو غوښتنه وکړه

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ‌یي، د ایران له باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې په هرمز تنګي کې عادي حالت ته د کښتۍ چلولو د بېرته راګرځېدو غوښتنه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ‌یي ټینګار کړی چې په هرمز تنګي کې باید د ایران ملي حاکمیت او امنیت ته درناوی وشي، خو په عین حال کې باید په دې مهمه اوبلاره کې د کښتۍ چلولو ازادي او امنیت هم تضمین شي.

هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په دې موافقه ده چې په هرمز تنګي کې باید حالت بېرته عادي شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، وانګ‌یي خپل ایراني سیال ته ویلي چې اوسنی وضعیت «د بدلون او تحول په یوه حساس پړاو کې دی» او «د سولې پر لور یوه کړکۍ پرانیستل کېږي».