د پاکستان د پوځ مشر تهران ته ولاړ

د تهران په هوایي ډګر کې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر هرکلي ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ورغلی-۱۵-۰۴-۲۰۲۶

د پاکستان د پوځ مشر د یوه سیاسي- امنیتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ماښام تهران ته ولاړ.

ایران وایي چې عاصم منیر د تهران او واشنګتن ترمنځ د سولې د دوهم پړاو خبرو د پيلیدو په هدف ایران ته د امریکا پیغام رسوي.

رویټرز اژانس څرګندوي چې له فیلډ مارشال منیر سره په دې سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم مل دی.

ایران وایي چې پاکستاني سرچینو ورته ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به په اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د روغې جوړې مذاکرات بیا پيل شي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران د استازیو ترمنځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلې وې.