په افغانستان کې د پنبې کر زیات شوی

کندهار- پنبه- ارشیف

یو شمیر افغان بزګران وایي له هغه مهاله چې کرنیزې ځمکې یې د وروستیو کلونو وچکالیو وځپلې، اوس دوی د مالوچو کښت ته مخه کړې ده. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي یوازې تېر کال یې بهر ته د پنبې له صادراتو له ۸۶ میلیون ډالرو ډېر عاید تر لاسه کړی دی.

د افغانستان بېلابېلو ګرمسېرو او نیمه ګرمسېرو ولایتونو او سیمو کې د مالوچو د کرلو فصل پیل شوی دی.

ځینو افغان بزګرانو د وروستیو کلونو له پراخو وچکالیو وروسته د دې نبات کرنې ته مخه کړې ده.

دا بزګران وایي که څه هم د عاید په لحاظ پنبه د تېر په پرتله ارزانه شوې، خو په خبره یې دا چې د افغانستان ګڼې سیمې او ولایتونه وروستیو کلونو کې وچکالیو ځپلي او د مالوچو کر ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري، دوی د څو نورو کرنیزو فصلونو تر رسېدو وروسته د هوا په ګرمېدو سره دا کر پیلوي.

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي او بزګر سرپور ازادي راډیو ته وویل:

"دې فصلونو ته د اوبو ډېره اړتیا نه وي، چې لومړنیو پړاوونو کې لکه ۱۸ ورځو کې یې یا میاشت کې هم یو ځل اوبه شي نتیجه یې ښه وي، همدا اوس موږ ورته پټي برابروو او کرو یې، له هر فصله کله ۳۰۰ منه کله څلور او کله ۲۵۰ منه مالوچ ترلاسه کېږي چې یو لک، یو لک ۸۰ یا یو لک ۲۰ زره افغانۍ ترې ترلاسه کېږي."

دی وایي هر کال په خپله ۱۰ جریبه ځمکه کې مالوچ کري.

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ یو بزګر نور رحمان ازادي راډیو ته یې وویل دا اوس هم بازار کې د مالوچو تخم په پېرلو بوخت دی.

ده زیاته کړه چې د دې کر ګټې ډیرې دي او د پنبې تر حاصلاتو وروسته د پنبې دانې خپلو څارویو ته ورکوي:

"موږ پنبه کرو، همدا مو کسب دی، دا اوس یې کرو او د مني اخر کې یې راټولوو، د شپږو میاشتو فصل دی، بازار کې له کنجاړې سره یې من په ۲۵۰ خرڅوو، دا کمو اوبو ته اړتیا لري، زموږ وطن کې که څه هم هوا وچه ده، خو یو دوه درې ځلې چې اوبه شي، حاصل کوي، له نورو فصلونو نه دا موږ ته ښه ده ځکه د مال (څارویو) کار هم پې جوړېږي."

خو دا بزګران د هر ولایت او سیمې د مالوچو د مختلف کیفیت خبره کوي او د بیو توپیر یې هم له همدې امله بولي.

د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، بیا د بیو د راټېدو له امله اندېښنه ښیي:

"بیه یې پخوا کلونو کې ښه وه، خو اوس چې پاکستان ته یې د (صادراتو) لاره بنده شوې، ډېره ارزانه شوې ده، له امله یې سږ کال لا هېڅ چا خپله پنبه پلورلې نه ده، ځکه ډېره ارزانه ځي او هغه زحمت چې پرې ویستل کېږي ارزښت یې نه پوره کوي ځکه په لاس راټولېږي او ډېرو کسانو ته اړتیا لري."

دی وایي هر کال په خپله نیم جریبه ځمکه کې مالوچ کري، دا کر ډېر کیمیاوي کوډ نه غواړي او د طبیعي افاتو په وړاندې هم ښه کلک بوټی دی او ژر له منځه نه ځي،

دوی داسې وخت د پنبې د کرنې لپاره د اوبو د اړتیا د کموالي او د طبیعي پېښو پر وړاندې یې د مقاومت خبره کوي چې دا مهال د افغانستان ۳۱ ولایتونه د شدیدو ورښتونو او مرګوني سېلابونو شاهدان دي.

که څه هم انګېرنه دا ده چې دې ورښتو او سېلابونو د وچکالۍ له منځه وړلو سره مرسته کړې، خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د تېر میلادي کال جولای میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان وروستیو کلونو کې د اقلیمي ناورین له زیاتېدونکو پایلو؛ وچکالیو، بېسارې ګرمۍ، د سېلابونو ګواښ او د کرنیزو حاصلاتو او حیواني محصولاتو په تولیداتو کې د پام وړ کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په ګډون ځینو نورو نړیوالو ادارو هم تل په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي چې افغانستان کې د یو منظم مېکانیزم نشتوالي او د اقلیم د بدلون د ناوړه پایلو له امله شدیدو اورښتونو او سېلابونو اوبو نه یوازي وچکالي ختمه کړې نه ده، بلکې ګڼې کرنیزې ځمکې او فصلونه یې له منځه وړي دي.

خو په راپور کې مرکه شوي بزګران زیاتوي چې که د عصري کرنې وسایل، تخمونه او د پروسس اسانتیاوې ورته برابرې شي، نو افغانستان به بېرته د سیمې په کچه د پنبې یو مهم تولیدوونکی هېواد شي.

د کرهنې برخې ځینې متخصصین هم د پنبې کښت د افغانستان اوسنیو اقلیمي شرایطو ته په کتو د طبیعي پېښو پر وړاندې د ځینو نورو حساسو فصلونو په نسبت ښه انتخاب او په هېواد دننه او بهر یې د سوداګرۍ په برخه کې عاید لرونکی محصول بولي.

له دې ډلې د کرنې متخصص او د هرات پوهنتون د کرهنې پوهنځي پخواني استاد قدرت الله رحمتي ازادي راډیو ته وویل:

"دا بوټی لوړ مقاومت لري، نو همدې اقلیمي شرایطو کې چې نړۍ او افغانستان کې روان دي، ښه تطابق کولای شي، که یې ځینو سبزیو او (مېوو) لکه خربوزو، هېندواڼو یا بادرنګو سره پرتله کړو، طبعاً پنبه له کمو اوبو غوښتونکو محصولاتو څخه ده."

د یادونې ده چې پنبه یا مالوچ له لسیزو راهیسې د افغانستان له مهمو صنعتي بوټو ده چې په بېلابیلو ولایتونو ډیر په هلمند، هرات، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو کې کرل کېږي او د کورنیو فابریکو او بازارونو لپاره مهمه سرچینه ده.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د افغانستان پنبه هر کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته هم صادرېږي او د نړۍ له کیفیت لرونکو مالوچو دي.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دوشنبې په ورځ « د حمل په ۲۴مه» ازادي راډیو ته وویل چې یوازې ۲۰۲۵ میلادي کال کې بهر ته د دې محصول له صادراتو له ۸۶ میلیون ډالر ډېر عاید ترلاسه شوی دی:

"د افغانستان پنبه پاکستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان، چین، هند، متحده عربي اماراتو، عراق، ترکیې، استرالیا او نورو هېوادونو ته صادر شوې چې وزن یې شاوخوا ۱۰۴ زره ټنه او پولي ارزښت یې له ۸۶ میلون ډالرو ډېرو ته رسېږي."

خو له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي په دې وروستیو کې د د صادراتو په وړاندې خنډونه شته چې لوی لامل یې پاکستان سره د لارو بندېدل دي.

د دې خونې سلاکار خان جان الکوزي په دې اړه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې اوس زموږ سوداګري له پاکستان سره بنده شوې، ډېره اندازه یې د ایران له لارې هند او د شمال له لارې ازبکستان ته ځي، خو د پخوا په شان اوس هومره پخته (پنبه) نه صادرېږي، ممکن سږکال زموږ د پنبې د صادراتو اندازه د ۲۰ زرو ټنو په اندازه شي، خو بازار یې سست و."

ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې سږکال په هلمند، شمال او هرات کې پخته زیاته شوې وه، خو بازار یې سست و، خو اوس هڅه کېږي چې د ازبکستان له لارې بازار بېرته ښه شي.