د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ لارې خلاصې شوې دي

د نورستان ولایت د کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د کونړ ولایت د ناړي ولسوالۍ ترمنځ لارې، چې له یو نیمې میاشتې زیات وخت لپاره تړلې وې، د دوشنبې په ورځ «۲۴ حمل» له غرمې وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصې شوې.

د نورستان د دغو ولسوالیو او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دا لارې د نورستان او د ډیورند کرښې هاغاړه قومي مشرانو او دیني عالمانو ترمنځ د یوې جرګې له جوړېدو وروسته، پرانیستل شوې دي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي عبدالستار چې د دې جرګې ګډونوال هم و، د سې شنبې په ورځ «د حمل په ۲۵» ازادي راډیو ته وویل:


"موږ پرون د هغو ستونزو په اړه جرګه درلوده چې د نورستان او ناړۍ ولسوالي خلک ورسره مخ وو. د دواړو خواوو قومونه سره کښېناستل او د سولې له لارې مو د دایمي اوربند هوکړه وکړه، چې دلته به نور ډزې نه کېږي او هره ستونزه به د جرګې له لارې حل کېږي."

د کامدیش او برګمټال ولسوالیو او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ دا مواصلاتي لارې، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۶مه د شخړو له پیل وروسته، له یو نیم میاشتې زیاتې مودې لپاره تړلې وې.

د جرګې ګډونوال وايي چې دا ناسته د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې شوې او دواړو خواوې پر یوې پنځه مادهییزې هوکړې سره سلا شوي دي.

د کامدیش ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور مې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته یې وویل:


"لارې پرون خلاصې شوې، خلک تګ راتګ کوي. خلک له دوو میاشتو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس انشاءالله دا ستونزې پای ته رسېدلې دي. خلک خپلې اړتیاوې پوره کوي او عام خلک ډېر خوشحاله دي."

په ورته وخت کې، د کامدیش او برګمټال ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د لارو د بندېدو او بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو او درملو ته د نه لاسرسي له امله، یو شمېر ښځې د زېږون پر مهال او ځینې ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

خو دوی د قربانیانو د کره شمېر په اړه نور جزییات ورنه کړل.

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم، د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ځینو کورنیو رسنیو ته یې تایید کړې چې د کامدیش او برګمټال ترمنځ سړک، چې د پاکستان له لوري تړل شوی و، د دوشنبې په ورځ بېرته خلاص شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د درملو او روغتیايي توکو لېږد ته اجازه ورکړل شوې او خلک اوس کولای شي له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د یادونې وړ ده چې کامدیش او برګمټال، چې ختیځ نورستان هم ورته ویل کېږي، د نورستان له مرکز پارون سره مستقیمه لاره نه لري. له همدې امله، د دې ولسوالیو اوسېدونکي خپلې خوراکي او روغتیايي اړتیاوې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له لارې پوره کوي.

د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو برید کوي چې غواړي کامدیش او برګمټال ته ننوځي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د حمل په ۱۸مه نېټه په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې نژدې یو لک کسان په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې د لارو د بندېدو له امله له بنسټیزو خدمتونو بې برخې شوي دي او په دې لاره کې تګ راتګ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ډزو له امله له خطر سره مخ دی.

د یادونې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دې تاوتریخوالي له امله، نه یوازې لارې تړل شوې وې، بلکې ډیورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې ملکي وګړو ته هم مرګژوبله او زیانونه اوښتي او زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوې دي.