د م.م. سرمنشي د ایران د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو د دوام غوښتنه وکړه

هرمز تنګی

په داسي حال کې چې د ملګروملتو سرمنشي د ایران په جګړه کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې، چین ویلي، حاضر دی د ایران او امریکا په خبرو کې رغنده رول ولوبوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د منځني ختیځ د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

ګوټریش د دوشنبې (د وري ۲۴) په ورځ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې لیکلي چې باید اوربند په بشپړ ډول وساتل شي او ټینګار یې کړی چې «ټولې سرغړونې باید ودرول شي».

هغه زیاته کړې چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې د سمندري تګ راتګ ازادي ته، په ځانګړي ډول په هرمز تنګي کې، درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم ویلي چې له څو اوونیو «ویجاړۍ او کړاو» وروسته روښانه شوې چې د منځني ختیځ د اوسني کړکېچ لپاره پوځي حل‌لاره نشته.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د ایران او امریکا چارواکو د تېرې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې سره ولیدل، خو د دوی خبرې له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې.


چین: د ایران او امریکا د خبرو په پرمختګ کې به «رغنده رول» ولوبوو


د چین ولسمشر، شي جین‌پینګ، د سې شنبې (۲۵حمل) په ورځ د منځني ختیځ او خلیج هېوادونو د ملي حاکمیت د درناوي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هېواد به یې د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره «رغنده رول» ولوبوي.

د چین دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې نوموړي د ابوظبي له ولیعهد شیخ خالد بن محمد آل نهیان سره په لیدنه کې د سیمې د سولې لپاره وړاندیزونه وکړل او ویې ویل: «د خلیج هېوادونو د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید په رښتیني ډول درناوی شي.»

شي جین‌پینګ همداراز د ملګرو ملتونو پر بنسټ د نړیوال نظم د ساتنې او د امنیتي او پراختیايي چارو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د چین ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې راپورونه ښيي دغه هېواد په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په ټینګښت او د خبرو په ترسره کېدو کې مهم رول لوبولی دی.


یوه چینايي بېړۍ د امریکا له سمندري محاصرې وروسته په لومړي ځل له هرمز تنګي تېره شوه


د امریکا له لوري د ایران د جنوبي بندرونو د سمندري محاصرې له پیل څو ساعته وروسته، د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین اړوند یوه تېل‌وړونکې بېړۍ چې تېل او کیمیاوي مواد یې لېږدول، د سې‌شنبې په ورځ له هرمز له تنګي تېره شو.

راپور زیاتوي، د کښتۍ چلولو د معلوماتو له مخې د امریکا د محاصرې له پیل وروسته «ریچ سټاري» نومې بېړۍ له دې حیاتي اوبلارې د لومړنۍ تېرې شوې بېړۍ په توګه ثبت کړه.

دا بېړۍ چې د امریکا د بندیزونو په لېست کې هم شامله ده، د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له شارجې بندر څخه د چین پر لور روانه شوې وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام) د یکشنبې په ورځ اعلان کړی و چې په هرمز تنګي کې د ایران د بندرونو محاصره به د دوشنبې په ورځ د ایران په وخت د مازدیګر په پنځه نیمې بجې پیل شي.