دامریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وروسته لدې چې د هرمز تنګي د محاصرې خبر اعلان شو، وايي چې "ایرانیانو له امریکا سره تماس نیولی او ډېر لېواله دي چې یوه هوکړه وکړي".
ټرمپ سپینه مانۍ کې خبریالانو ته په څرګندونو کې خپل مرستیال جيډي ونس ته په اشاره چې په پاکستان کې یې له ایراني لوري سره څوساعته خبرې وکړې، خو په پای کې هوکړې ته ونه رسېدل وویل چې ونس «د ایران په اړه خپله دنده ډېره ښه ترسره کړه.»
خو د امریکا دولسمشر په وینا، ایران په پای کې «دې ته رضا نه شو چې اټومي وسلې به نه لري.»
تهران تراوسه سپینې ماڼۍ سره د دې تماس په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ له بل ګواښ سره سم د دوشنبې په ماښام د ایران د بندرونو سمندري محاصره پیل شوه.
دهغه مهالویش د ختمیدو سره سم چې دامریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران د بندرونو د محاصرې د پیل لپاره اعلان کړې وو، د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې د ایران له لوري هره «چټکه او تهاجمي کښتۍ» چې د امریکا د محاصرې کرښې ته نږدې شي، سمدستي به له منځه یوړل شي.
ټرمپ وویل د امریکا پوځ به د دې کار لپاره «هماغه وژونکې سیستم» وکاروي چې د سمندر پر مخ د نشهيي توکو د قاچاقبرو پر ضد کارول کېږي.
بلخوا، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې «له ۱۵ څخه زیاتې امریکايي جنګي بېړۍ» د ایران د محاصرې د عملي کولو لپاره چمتو شوې دي.