د اروپايی اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره وايي چې هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته په داسې حال کې ستنیږي چې هلته د خپلې راتلونکي په اړه هیڅ ډاډمنتیا نه لري.
د اروپایي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو ادارې د دوشنبې په ورځ، د وري په ۲۴مه، خپور شوي راپور کې ویلي چې ډېری دغه افغانان په ایران او پاکستان کې له لسیزو استوګنې وروسته ، اړ کېږي چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
د دې ادارې په وینا، ډېری بېرته ستنېدونکي افغانان نه کور لري، نه عاید، او نه هم بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی لري.
دې اروپایي مرستندویه ادارې زیاته کړې چې د افغانستان د نازکو شرایطو له امله، ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانګالي دي.
۵۴ کلن بازمحمد دهغو کسانو څخه یو دی چې تازه له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه راستون شوی دی.
هغه شاوخوا ۷ کاله په ایران کې ژوند کړی او د خښتو په بټیو کې یې کار کاوه، خو څه موده مخکې افغانستان ته ستون شوی دی.
بازمحمد او کورنۍ یې اوس د جوزجان ولایت د شبرغان ښار کې په یوه خونه کې ژوند کوي، په داسې کور کې چې چت یې خراب دی.
دلته د همدې یوې خونې لپاره ۱۲۰۰ افغانۍ کرايه ورکوم، نه دروازه لري او نه سم چت
"دلته د همدې یوې خونې لپاره ۱۲۰۰ افغانۍ کرايه ورکوم، نه دروازه لري او نه سم چت. له چت څخه اوبه څاڅي، موږ تار ور تړلی او لاندې لوښی ږدو چې اوبه پکې راټولې شي. بخاري، هېڅ شی نه لرو.. "
له دې سختو شرایطوسره، بازمحمد هره ورځ شاوخوا دوه ساعته پیاده بازار ته ځي، څو کار پیدا کړي او د کورنۍ لګښت برابر کړي، خو ډېری وخت تش لاس بېرته راګرځي.
د سهار په اووه بجې پیاده روانېږم، شاوخوا نهه بجې چوک ته رسېږم، هلته کښېنو، هېڅ کار نشته
"د سهار په اووه بجې پیاده روانېږم، شاوخوا نهه بجې چوک ته رسېږم، هلته کښېنو، هېڅ کار نشته. اکثره د یوې بجې په شاوخوا کې بیا پیاده کور ته ستنېږم. څوک نشته چې کار راکړي، څو لږ تر لږه سل افغانۍ وګټم او ماښام ماشومانو ته څه یوسم."
بازمحمد وايي کله چې کور ته ستنېږي، د خپلو څلورو کوچنیو ماشومانو له پوښتنو سره مخ کېږي.
وایي بابا څه دې راوړل؟ مڼه دې راوړه؟ انار دې راوړل؟ زه وایم هېڅ نه وو چې راوړم. بیا ژاړي او پوښتي ولې دې نه راوړل
"وایي بابا څه دې راوړل؟ مڼه دې راوړه؟ انار دې راوړل؟ زه وایم هېڅ نه وو چې راوړم. بیا ژاړي او پوښتي ولې دې نه راوړل؟ وایم نشته، کله چې څه نه وي، له کومه یې راوړم؟ بیا زه هم ژاړم چې څه وکړم، هېڅ چاره نه لرم."
هغه زیاتوي چې څلور واړه ماشومان یې کمزوري او ناروغ دي، خو د کلینیک د لیرېوالي او د لارې د کرایې د نشتوالي له امله نه دی توانېدلي چې هغوی روغتیایي مرکز ته یوسي.
د بازمحمد کیسه د ډېرو هغو کورنیو د ژوند کیسه ده چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوي دي.
د اروپایي اتحادیې د ملکي ساتنې او بشري مرستو اداره وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۳۰۰ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
بل لور ته، د طالبانو حکومت ویلي چې یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې نږدې ۱۰ زره کسان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د مهاجرینو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د شمېرو له مخې، په دغو دوو ورځو کې ۹۰۲۴ افغانان له پاکستان او ۸۵۴ له ایران څخه بېرته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بشري سازمانونه د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندیښمن دي.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو زیاتوالي د افغانستان پر زیانګالو ټولنو فشار زیات کړی او بشري بحران یې لا پسې سخت کړی دی.