طالبانو د هرات د انجیل ولسوالي په « ده مهري» کلي کې پر عامو خلکو د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تن د نیولو خبر ورکړ.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس احمد اله متقي نن وویل چې له نیول شوي تورن څخه تحقیقات روان دي، خو نوموړي د هغه د هویت په اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک نه کړل.
په هرات کې د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې یولس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.