د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس نن اسلام اباد ته ورسید. د ایران پلاوی د دغهَ هیواد د پارلمان د رییس محمد باقر قالیباف په مشرۍ تیره شپه د پاکستان پلازمینې ته رسیدلی و.
د ایران د دولتي رسنیو په وینا قالیباف وویل چې زموږ نیت ښه دی خو اعتماد او باور نه لرو.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس بیا د جمعې په ورځ پاکستان ته تر تګ مخکې ویلي و، له ایران سره د مثبتو خبرو اترو په تمه دی، خو نوموړي په ورته وخت کې خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه، که چیرته تهران د تیر ایستو په فکر کې وي، نو وبه ګوري چې زموږ مرکچي پلاوي ته داسې څه د منلو نه دي.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره په پلازمینه اسلام اباد کې دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. پاکستاني چارواکي د لویو دیپلوماتیکو پېښو لپاره تل د امنیتي دلالیلو لپاره داسې رخصتۍ اعلانوي.
د تهران او واشنګتن خبرې به د اسلام اباد په سرینا هوټل کې ترسره شي. هلته تر لس زره ډير امنیتي سرتیرې ځای پرځای شوې دي او د اپریل په اتمه لا له سرینا هوټل څخه مسافر ایستل شوې دي.