د طالبانو د حکومت سرچینو تایید کړه چې د هرات په انجیل ولسوالي کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د جمعې په ورځ (د وري ۲۱ مه) د انجیل ولسوالي په دهمیري کلي کې هاشمي پله ته نژدې شوې ده.
دا یوه تفریحي سیمه ده چې خلک په تېره بیا په بسرلي کې د سېل او تفریح لپاره ورځي.
راپورونه وايي چې په دې سیمه کې یو زیارت هم شته او عموماً خلک په تېره بیا شیعه ګان ورځي.
راپورونه وايي چې ډزې پر خلکو په داسي حال کې شوې چې هغوی په ګڼ شمېر کې راټول شوي وو. د طالبانو یوې سرچینې، د موضوع د حساسیت له کبله د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
دې سرچینې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات څرګند نه کړل.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع ویلي چې د لومړنیو شمېرو پر اساس، په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
قانع په خپله ایکسپاڼه کې همداراز کښلي چې ناپېژندل شوي وسله وال حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو او پر خلکو ډزې کړي دي.
دا په داسي حال کې ده چې په نورو راپورونو کې د پېښې ځای دهمیري کلی بلل شوی دی.
د هرات د مرکزي روغتون یوې سرچینې وویل چې تر لسو ډېر مړي وروړل شوي دي خو د پېښې شاهدان وايي چې ممکن د مړینو شمېر تر دې ډېر وي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې پخوا په افغانستان کې دا ډول بریدونه داعش ډلې کړي دي.
په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د دې ډلې بریدونه خورا کم شوي دي.