د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي

په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې پیلېږي

مخکې ویل شوي و چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پیلېږي، خو پرون څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (۲۲ حمل) ترسره شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي.

د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ټاکل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو ته یوازې دوه ساعته پاتې و؛ هغه ضرب‌الاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران ټول تمدن به له منځه ولاړ شي».