ایراني او امریکايي چارواکي په اسلام اباد کې د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي چې د دغه هېواد یو پلاوی د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته روانېږي.

سعید خطیب‌زاده د پنجشنبې په ورځ (۲۰ حمل) وویل چې ښايي د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا ريیس محمدباقر قالیباف، د ایراني پلاوي مشري پر غاړه واخلي.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس، به د امریکايي پلاوي مشري کوي.

اسلام‌اباد ښار په بشپړه توګه کلابند شوی او د سرینا هوټل شاوخوا لارې تړل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي جګړې پر مهال تایید کړې وه چې حکومت یې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د ایران د پارلمان له مشر سره په خبرو بوخت دی.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو له پیلېدو وړاندې، پاکستاني چارواکو اسلام‌اباد ښار په بشپړه توګه کلابند کړی او د سرینا هوټل شاوخوا درې کیلومتره سیمې ته ټولې غځېدلې لارې یې تړلې دي.

د راپور له مخې، تمه کېږي چې د امریکا او ایران پلاوي په همدې هوټل کې مېشت شي. دغه هوټل ټولو مېلمنو ته ویلي چې تر یکشنبې پورې خپلې خونې خالي کړي، ځکه دا ځای د یوې مهمې پېښې لپاره ځانګړی شوی دی.

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له امریکا سره د اوربند او خبرو پرېکړه د نظام د اساسي بنسټونو له خوا په ګډه شوې او د ایران د اسلامي جمهوریت مشر مجتبی خامنه‌یي، هم تایید کړې ده.

د ازادۍ راډیو د ایران برخې د راپور له مخې، دا اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د ایران د حکومت ځینو ملاتړو نارضایتي څرګنده کړې ده.

د دوه اوونیز اوربند له اعلان وروسته، چې د چهارشنبې په سهار اعلان شو، ټاکل شوې چې د امریکا او ایران استازي په پاکستان کې خبرې وکړي.

د ایران د حکومت ځینو ملاتړو د خبرو په اړه نارضایتي څرګنده کړې ده

پزشکیان په خپله اعلامیه کې د اسلامي جمهوریت د مشر تر رهبرۍ لاندې د «یووالي او ګډ تفاهم» د ساتلو غوښتنه کړې ده.

هغه دا ادعا هم کړې چې اسلامي جمهوریت د سیمې له ملتونو سره جګړه نه لري او د دوی راکټي او بې‌پیلوټه بریدونه د امریکا او اسرائیلو د بریدونو «قاطع ځواب» و.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستۍ جګړې پر مهال سپاه پاسداران نه یوازې پر اسرائیل او د امریکا پر اډو بریدونه وکړل، بلکې د سیمې په ځینو هېوادونو کې یې ملکي سیمې او اقتصادي بنسټونه هم په نښه شول.

په همدې حال کې د جرمني صدراعظم د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې له ایران سره خبرې بېرته پیلوي چې ښايي د سولې خبرو ته لار هواره کړي.

فریدریش مرڅ خبریالانو ته وویل چې دا اقدام «له امریکا او اروپایي شریکانو سره په همغږۍ» ترسره کېږي.

مرڅ دا هم وویل چې په لبنان کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د منځني ختیځ د جګړې په اړه د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو ته زیان ورسوي.