د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران د اورېدو او ناڅاپي سېلونو د راوتلو د احتمال اټکل کړی دی.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار به د جمعې په ورځ (۲۱ حمل) د شدیدو بارانونو، تندر او برېښنا، نسبي تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو شاهدان وي.
د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ مليمتره پورې اټکل شوې ده. د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته.
په همدې حال کې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.