رضاکاران په کابل ښار کې د «هره ونه یوه هیله» په نوم ونې کښېنوي

تمیم عالمیار، د «هره ونه یوه هیله» په نوم د پروژې بنسټ‌ايښودونکی، له څو میاشتو راهیسې په کابل کې فعالیت کوي چې د ونو د کرلو کلتور ته وده ورکړي او ښار لا ښکلی کړي.

عالمیار وایي، له یو شمېر رضاکارانو سره په ګډه یې تر اوسه تر ۲۳۰ زیاتې ونې د ښار په عامه ځایونو کې کښینولي دي.

د ده یو ټیم د ښار د لا زرغونولو لپاره د ونو په کرلو بوخت دی.

عالمیار وایي، د پروژې د پلي کېدو بهیر له لومړنۍ ارزونې څخه پیلېږي، چې پکې د خاورې، اوبو ته د لاسرسي او د ځای د موقعیت له مخې د مناسبې ونې ډول او بیا ورته د ساتنې مسؤل کسان هم ټاکل کېږي:

"زموږ د پروژې موخه دا ده چې د ونو کرلو، ساتنې، چاپېریال ته د پاملرنې، او د ونو د اوبه کولو او پالنې کلتور رواج کړو. موږ د عامه پوهاوي په برخه کې هم کار کوو، او طبیعي ده چې څومره ونې زیاتې شي، هماغومره د ښار ښکلا هم زیاتیږي."

عالمیار وايي، دوی تراوسه تر ۲۳۰ زیاتې ونې د ښار په عامه ځایونو کې کښینولي دي

د تمیم په وینا، دې کار ته غونډې د سیمې د اوسېدونکو او د ګذر د وکیل په ګډون ترسره کېږي تر څو د ساتنې طریقې او مسؤلیتونه روښانه شي، او ماشومان هم په دې پروګرام کې شاملېږي څو د چاپېریال په ارزښت او د ونو د کرلو په اهمیت وپوهېږي.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې په کابل کې د اوبو کمښت د نیالګیو د ساتنې یوه مهمه ستونزه بلل کېږي، خو تمیم عالمیار وایي چې ځینې ونې د اوبو د کمښت له امله نه، بلکې د خلکو د نه پاملرنې له امله له منځه تللې دي:

"تر ټولو لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، د کورنیو نه پاملرنه ده. هغوی باید د مسؤلیت احساس ولري او خپلو اولادونو ته وښيي چې ونو ته زیان ونه رسوي. زموږ ډېری ونې وچې شوې نه دي؛ بلکې ماشومانو او تنکیو ځوانانو چې د کاغذباد الوځولو لپاره سیمې ته راتلل، ونې یې پرې کړې چې دا ډېره ناهیلې کوونکې خبره ده."

تمیم عالمیار زیاتوي چې د پروژې مدیریت شاوخوا ۱۰ کلیدي رضاکاران کوي او شاوخوا ۲۰ نور هم پکې برخه لري. تر اوسه پورې په کابل کې د ۲۰ پړاوونو په ترڅ کې له ۲۳۰ څخه زیات نیالګي کښینول شوي، چې شاوخوا ۳۵ یې د سمې ساتنې د نشتوالي له امله له منځه تللي دي.

د عالمیار په خبره، په لومړیو درې میاشتو کې لګښتونه د بنسټ‌ايښودونکي او ټیم له شخصي سرچینو وو، خو وروسته د خلکو مالي ملاتړ یا د نیالګیو مرسته ترلاسه شوه.

میرویس، چې د کابل ښار اوسېدونکی دی او د ونو په ساتنه کې یې برخه اخیستې، وایي هر څوک کولی شي د ښار په زرغونتیا کې ونډه واخلي او شنو سیمو ته پاملرنه وکړي:

"ټول هڅه کوي چې هر وګړی لږ تر لږه یوه ونه کښینوي، تر څو شنه فضا رامنځته شي او د هوا له ککړتیا مخنیوی وشي. دا ډېر ښه کار دی، ځکه خلک پاکې هوا ته اړتیا لري، او د ونو په وسیله موږ کولی شو یو سالم او ښه چاپېریال رامنځته کړو."

د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د نیالګیو بېلابېل ډولونه لکه ناجو، ارغوان، توت، مڼه، بادام، چهارمغز او نور ډولونه د خلکو د غوښتنې له مخې په عامه سیمو او بېلابېلو محلونو کې کښینول کېږي.

د چاپېریال ساتنې یو کارپوه احمد جاوید نور وایي، چې مدني او چاپېریالي هڅې لکه د ونو کرل د چاپېریال په ښه والي کې مرسته کوي او د زرغونتیا پیغام خپروي:

"حتی که د ونو شمېر کم هم وي، که مېوه لرونکي وي یا نه وي، هدف دا دی چې پیغام ورسول شي، ترویج شي، ښارونه ښکلي شي او په ټوله کې چاپېریال ښه شي. هیله ده چې د ټولنې هر فرد د نیالګیو کرلو، زرغونتیا، د چاپېریالي ستونزو د ښه والي او ساتنې مسؤلیت واخلي."

تمیم عالمیار وایي ،غواړي له خپل ټیم سره دا پروژه د ټول افغانستان په کچه پراخه کړي او د ټولنیز مشارکت او چاپېریال ساتنې یوه بریالۍ بېلګه یې وګرځوي.

خو په خبره یې، لا هم ستونزې لکه د پوهاوي کمښت، د اوبو مشکلات او د نیالګیو په ساتنه کې ناپامي شته، او د دې هڅو دوام د خلکو له لا ډېرې همکارۍ پورې تړلی دی.