سیف د چلدرن: د افغانستان په سیلونو کې ماشومان سخت اغیزمن شوي

ارشیف

د ماشومانو د ساتنې سازمان سیف د چلډرن وایي، په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په ترڅ کې ماشومان هم اغیزمن شوې دي. د دې سیلابونو په ترڅ کې تر سلو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه روکړ.

۱۰ کلنه روبینه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالي د چهل ګزي کلا سیمې اوسېدونکې وایي:

" موږ تر خاورو لاندې ایسار پاتې وو."

د دې په وینا له سختو ورښتونو وروسته دوې ورځې وړاندې د کور چت پر ونړید چې دا او ورور یې سخت ټپيان شول.

د پنجشنبې په ورځ د «حمل په ۲۰مه» دې ازادي راډیو ته د دې پېښې کیسه وکړه:

"موږ سهار چای څښه چې باران تېز او نور له کوټې ووتل، زه او ورور مې په کې ایسار شوو او چټ راباندې راولوېده،خاورو لاندې پاتې شوو، بیا طالبانو کلینیک ته وړي وو، هلته چې مو سترګې وغړولې چې کور کې نه یو، بیا یوه ورځ وروسته یې چې کور ته راوستو، کور مو چې ولید ټول نړېدلی اوس هېڅ هم نه لرو."

د روبینې مور چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وویل چې دوی د کورنۍ سرپرست نه لري، خاوند یې مړ او اوس د خپلو ۱۰ ماشومانو د ساتنې لپاره بله سرپناه هم نه لري:

"دواړه اولادونه مې ژوبل شوي دي، چټ راباندې راپرېوت، بیا پردیو خلکو روغتون ته انتقال کړل، اوس هېڅ هم نه لرو، په ډاګ پراته یو، موږ کوټې نه لرو، مرسته دې راسره وشي یوه سر پناه یا خیمه دې راکړل شي، هر څه مو خاورو لاندې دي، دومره څه نه لرو چې هوار یې کړو."

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی ډاکتر زرغون بیا وایي چې د دوی نږدې خپلوانه او کلیواله یو نیم کلنه ملالۍ د شدیدو سېلابونو له امله د کور په نړېدو کې یې مړه شوې ده:

"دا ماشومه چې هم ملالۍ او هم امنه نومېږي، چت پرې رالوېدلی او خوارکۍ په شهادت ورسېده، پېښه د سه شنبې په ورځ شوې ده."

دغه شان د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې چهارشنبه د حمل ۱۹ مه شدیدو سېلابونو اورښتونو یې د یوسف په نوم د یو ۷ کلن ماشومان ژوند واخیست.

هڅه مو وکړه د یوسف له پلار سره هم خبرې وکړو، خو په جنازې کې د بوختیاوو له امله بریالي نه شوو.

دا په داسې ده چې د ماشومانو د ساتنې سازمان سف د چلډرن اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې وروستیو مرګوني سېلابونو او شدیدو اورښتونو ګڼ افغان ماشومان زیانمن کړي دي.

دې سازمان د چهارشنبې په ورځ «د حمل په ۱۹مه» پر خپله ایکس پاڼه یو بیان کې لیکلي چې دې سېلابونو د ماشومانو په شمول تر سلو د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.

سیف د چلډرن خبرداری ورکړی چې سېلابونه په ناڅاپه توګه رامنځته کېږي او ممکن په ثانیو کې هم د ماشومانو ژوند ته خطر پېښ او ان پای ته یې ورسوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د نورو ورښتونو اټکل هم شوی او ټینګار یې کړی چې د ژوند ساتنې لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) هم د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ۲۰۲۶ کال کې ۴،۲ میلیونه خلک افغانستان کې بیړنۍ سرپناوو او غیر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستي سیلابونه دا اړتیاوې نورې هم زیاتوي.

دې ادارې هم ټینګار کړی چې د دې ننګونو د حل لپاره باید ژر تر ژره اقدام وشي او په ټکو یې، هره کورنۍ د کور په نوم د خوندي ځای مستحقه ده.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې راپور ورکړی چې تېرو ۲۴ساعتونو کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله ۹ کسا مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد پنجشنبه په خپله ایکس پاڼه په یو ویډیو کې ویلي چې دوی سېلابونو کې بندو پاتې شویو کسانو ته د مرستو رسونې په حال کې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې راپور ورکړی چې تېرو ۲۴ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په استولې ویډیو کې ویلي چې دوی سېلابونو کې بند پاتې کسانو ته د مرستو رسونې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې شدیدو اورښتونو او مرګونو سېلابونو نه یوازې انساني تلفات رامنځته کړي بلکې پراخ اقتصادي زیانونه یې هم خلکو ته اړولي دي، دې ورښتونو او سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، لسګونه کورونه، څاروي او عامه لارې، پلونه او تاسیسات هم له منځه وړي دي.