په پاکستان کې د ایران سفیر: د ایران مرکچي پلاوی نن ماښام اسلام اباد ته رسېږي

په اسلام‌اباد کې د ایران سفیر اعلان وکړ چې د دغه هیواد یو پلاوی به د پنجشنبې په ماښام (۲۰ حمل) د «جدي» خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند د لومړۍ ورځې،(چې د چهارشنبې د حمل د نولسمې له سهاره پیل شوی) په ترڅ کې، د ایران له لوري څو ځلې دا ادعا شوې چې د اوربند سرغړونه شوې او ښايي د جمعې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لغوه شي.

په اسلام باد کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، د پنجشنبې په سهار په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي:

«سره له دې چې د ایران عامه افکار د اسرائیل د رژیم له خوا د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو له امله بدبین شوي، چې هدف یې د ډیپلوماټیک نوښت تخریب دی، خو د ایران پلاوی د پاکستان د صدراعظم، شهباز شریف، په بلنه نن شپه اسلام‌اباد ته د ۱۰ وړاندیز شویو مادو پر بنسټ د جدي خبرو لپاره راروان دی.»

د امیري مقدم اشاره د اسرائیل هغو درنو بریدونو ته ده چې پرون یې په لبنان کې وکړل او تر ۲۵۰ زیات کسان پکې ووژل شول.

د ایران چارواکو او همداراز د پاکستان صدراعظم مخکې ویلي و چې پر لبنان د بریدونو درېدا د اوربند برخه ده، خو امریکا او اسرائیل دا خبره رد کړې ده.