د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو اوسېدونکي لا هم د لارو د بندېدو له کبله له سخت کړاوه شکایت لري

د نورستان ولایت د کامدیش او برګ‌مټال ولسوالیو د مواصلاتي لارو تړل کېدو د دغو سیمو اوسېدونکي له جدي بشري کړکیچ سره مخامخ کړي دي.

د نورستان یو شمېر اوسېدونکي وایي، د خوراکي توکو له سخت کمښت او لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې د دې وضعیت دوام کولای شي په سیمه کې یو بشري ناورین رامنځته کړي.

د نورستان د کامدیش ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، د کامدیش او برګمټال اوسېدونکي چې د کونړ له ناړۍ سره هیڅ ډول تګ راتګ نه شي کولای، ځکه د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پاکستاني پوستې له لوري په نښه کیږي.

نوموړي چهارشنبه د حمل ۱۹مه ازادي راډيو ته وویل:

" د لارې د تړل کېدو نه وروسته څلور ، پنځه امیندواره میرمنې روغتیايي مرکز ته د نه رسېدو له امله مړې شوې د دې ترڅنګ څو د اپنډیکس ناروغان هم د دې وضعیت قرباني شول، دغه راز خلک د لومړنیو خوراکي موادو له سخت کمښت سره مخ دي."

نوموړي وویل یو شمېر خلک د کامدیش ولسوالۍ د «کمو» په نوم د یوې سیمې له لارې شاوخوا ۱۵ ساعته پلی مزل کوي څو له سیمې ووځي ځکه دوی هلته خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري.

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" د برګمټال او کامدیش خلک له سخت بشري ناورین سره مخ دي، دا دواړه ولسوالۍ چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له تهدید سره مخ دي، دلته خوراکي موادو او درمل ختم شوي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ چې شرقي نورستان هم ورته ویل کیږي مستقیم د نورستان د مرکز پارون سره لاره نه لري، له همدې امله د دې دوه ولسوالیو خلک خپلې خوراکي او روغتیايي اړتیاوې له کونړه پوره کوي.

خو له تېرې نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسي د دې دوه ولسوالیو او د کونړ د ناړۍ ترمنځ لاره له دې امله تړلې ده چې د کرښې بلې غاړې ته د غره په څوکو د پاکستاني ځواکونو له پوستو په سړک په هر تېرېدونکي کس ډزې کیږي.

که څه هم د نورستان سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، دوی هڅه کوي چې د کامدیش او برګمټال او د مرکز پارون ترمنځ د پپړوک کنډو لاره چې په سختو واورو پوښلې ده پرانیزي خو تراوسه د دې لارې د خلاصون په اړه هیڅ راپور نه دی ورکول شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د کامدیش او برګ‌مټال په ولسوالیو کې نږدې سل زره کسان د لارو د تړل کېدو له امله له بنسټیزو خدمتونو محروم شوي دي.

دې ادارې په یو راپور کې چې سه شنبه د حمل ۱۸ مه یې خپور کړی ویلي چې دا لاره د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ویجاړه شوې او تګ راتګ پکې د سرحدي ډزو له خطر سره مل دی.

د راپور له مخې، همدا یوه لاره ده چې دغه دوه ولسوالۍ د کونړ له ناړۍ سره نښلوي.

په دې اړه د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تازه یې چهارشنبه د حمل ۱۹مه طالبانو ته نږدې رسني حریت راډیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو ډزې کوي چې غواړي د کامدیش او برګ‌مټال ولسوالیو ته داخل شي.

نوموړي ویلي دوی لا هم هڅه کوي چې دغه دواړو ولسوالیو ته بدیل مسیر پرانیزي.

د یادونې ده چې د پاکستان او طالبانو له خوا د تېر کوچني د اختر په مناسبت د اوربند له اعلان وروسته، د حوت په ۲۸مه، یو موټر چې غوښتل یې له دې لارې تېر شي، د طالبانو په وینا د پاکستاني ځواکونو د توغندي هدف وګرځېد، چې ې یوه ښځینه ډاکټره او د هغې زوی په کې ووژل شول.

که څه هم پاکستان هغه مهال د اوربند د ماتولو تورونه رد کړي وو، خو د طالبانو حکومت پاکستان د اوربند په نقض تورن کړی و.

د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی، نښتې، هوايي حملې او راکټي بریدونه له تېرې فبرورۍ به ۲۶ مې روانې دي، چې له امله یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله هم اوښتې ده او له دې سیمو زرګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.