د افغان طالبانو او پاکستاني لورې ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی

ارشیف

د چین په اورمچي کې د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې روانې دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دې خبرو په اړه سه شنبه په کابل کې وویل چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي.

داسې مهال چې د چین په منځګړیتوب د طالب او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې لا هم روانې دي په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره کتلي دي.

سې شنبه د حمل ۱۸مه د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امیرخان متقي د چین له سفیره په اورمچي کې د مذاکراتو د تنظیم او کوربتوب له امله مننه وکړه او وې ویل چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله ده چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نه شي.

د اعلامیې په ټکو چې په کابل کې د چین سفیر هم د اورمچي د مذاکراتو په اړه وروستي معلومات له امیرخان متقي سره شریک کړل او وې ویل چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دغه بهیر یې په بې‌طرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی.

په اعلامیه کې د چین د سفیر له قوله راغلي چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.

په همدې حال کې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني لوري درې مهمې غوښتنې کړي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې دوشنبه د حمل ۱۷مه ناوخته خبر ورکړی چې پاکستان د ارومچي په روانو خبرو کې له افغان طالبانو درې مهمې غوښتنې کړې دي.

د راپور له مخې، اسلام اباد له افغان طالبانو غواړي چې کابل باید په رسمي ډول تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله اعلان کړي، په افغانستان کې د دې ډلې جوړښت له منځه یوسي، او دغه راز دې د دغه اقداماتو شواهد وړاندې کړي.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي دغه درې غوښتنې د پاکستان د مذاکراتي دریځ بنسټ جوړوي، او د سرچینو په وینا، دا دریځ د روانو امنیتي اندېښنو له امله لا سخت شوی دی.

دا هغه غوښتنې دي چې د راپورونو له مخې له دې وړاندې د قطر او دغه راز ترکیې په خبرو اترو کې هم پرې بحثونه شوي وو خو مثبته پایله یې نه درلوده.

که څه هم ایکسپریس ټریبون ویلي چې دا خبرې ښايي تر راتلونکې پنجشنبې دوام وکړي خو له دې خبرو یوې باخبره سرچینې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په رسمي ډول باید دا خبرې نن سې شنبه د حمل ۱۸مه پای ته ورسیږي.

دغه سرچینې د خبرو د تازه وضعیت په اړه څه ونه ویل خو دوشنبه د حمل ۱۷مه یوې بلې طالب سرچینې ازادي راډيو ته ویلي وو چې چې پیل شوې خبرې پای ته نږدې شوي او دواړه لوري په ځینو مسایلو یو بل ته د لیکلو ضمانتونو په ورکړې سلا شوي دي.

هغه ویلي وو طالب پلاوی چمتو شوی چې پاکستان ته لیکلی باور ورکړی چې افغان خاوره به تحریک طالبان پاکستان د هغه هیواد پر ضد نه کاروي، خو وايي د پاکستان دننه د امنیتي پېښو مسولیت افغان طالبانو ته نه ورګرځي.

دغه راز پاکستانی پلاوی هم تیار دی چې په لیکلي بڼه په هر حالت کې د لارو د نه بندیدو ضمانت ورکړي.

په همدې حال کې په ټولنیزو رسنیو طالبانو ته یو شمېر نږدې اکونټونو کې لیکل شوي چې ښايي له پاکستاني لوري سره روان مذاکرات پایله ورکړي خو دا چاره یې د پاکستان په ارادې او تکلارې پورې تړلې ده.

ازادي راډيو هم په خپلواک ډول د په راپور کې د سرچینو خبرې نه شي تاییدولی.

له دې وړاندې د روانې اپریل په ۳مه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې خبرې په تدریجي او مثبت ډول پر مخ روانې دي خو په دې اړه یې نور جزیات نه وو ورکړي.

دا خبرې د روان حمل په ۱۳مه د چین په اورمچي کې پیل شوي دي.

دوشنبه د حمل ۱۷مه بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې په دې خبرو کې د پاکستان ګډون په ځانګړي ډول د وسله والو ډلو په وړاندې د عملیاتو په اړه باید د دغه هېواد په پالیسۍ کې د بدلون په توګه تعبیر نه شي.

د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی، نښتې، هوايي حملې او راکټي بریدونه له تېرې فبرورۍ به ۲۶ مې روانې دي، چې له امله یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله هم اوښتې ده او له دې سیمو زرګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.

د طالبانو حکومت به رسمي ډول ادعا کړې چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي، ۶۲۲ ټپیان شوي دي او له ۲۷ زره زیاتې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.

خو په دومره شمېر ملکي مرګ ژوبله په افغانستان کې د کوم خپلواک بنسټ له لوري نه ده تایید شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راهیسي د مارچ تر ۱۶ مې د پاکستان د حملو له امله د ۷۶ ولسي وګړو وژنه او ۲۱۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي خو ویلي یې دي چې په دې کې په کابل کې د روږدو د درملنې په یو مرکز د حملې د قربانیانو شمېر نه دی شامل، هغه حمله چې د طالبانو د ادعا له مخې ۴۰۸ روږدي په کې ووژل شول او ۲۶۵ نور ټپیان شول.

دغه حملې په په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه هم راپارولي خو پاکستان په دې حمله کې د ملکي مرګ ژوبله رد کړې او ادعا یې کړې چې په دې حمله کې یې د طالبانو پوځي مرکز په نښه کړی.

خو ازادي راډيو په خپلواک ډول د دواړو لوریو ادعا ګانې نه شي تاییدولی.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپاله ډلې پر پاکستان بریدونه کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.