د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته نوی ګواښ کړی او ویلي یې دي:
«یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي او هېڅکله به بېرته راژوندی نه شي.»
ټرمپ دا څرګندونې څو ساعته مخکې له دې وکړې وکړې چې هغه ضربالاجل پای ته رسېد چې ایران ته یې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره ورکړی و.
ټرمپ د سېشنبې په ورځ (۱۸ حمل) په خپل پیغام کې لیکلي:
«زه نه غواړم دا پېښه رامنځته شي، خو ښايي دا وشي.»
هغه زیاته کړه:
«خو اوس چې د رژیم بشپړ بدلون راغلی او نوې، هوښیارې او لږ افراطي نظریې غالبې شوې دي، ښايي یو حیرانوونکی انقلابي بدلون رامنځته شي، څوک پوهېږي؟ نن شپه به معلومه شي. دا د نړۍ د اوږد او پېچلي تاریخ یړه له مهمو شېبو څخه ده. د ۴۷ کلونو باج اخیستنه، فساد او مرګ به بالاخره پای ته ورسېږي.»
ټرمپ نور جزئیات ورنه کړل، خو د خپل پیغام په پای کې چې په ټروټ سوشل کې یې خپور کړی، لیکلي:
«خدای دې د ایران لوی خلک وساتي.»
له بلې خوا په ایران کې پر ریلګاډو د اسراییل د احتمالي برید به کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، چې نړیوالو خبري اژانسونو هم خپور کړی، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سېشنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي.
د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضربالاجل وخت په پوره کېدو دی. ټرمپ تر نن ماښامه پورې ایراني چارواکو ته مهلت ورکړی او ویلي یې دي که د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه هوکړه ونه شي، نو د ایران برېښناکوټونه او پلونه به بمباري شي.