د پاکستان د لارو د بندېدو له کبله د سرطاني ناروغانو د درملنې هیلې کمې شوي

د پاکستان او افغانستان تر منځ د لارو بندښت، په سرطانونو اخته ناروغان له مرګوني حالت سره مخ کړي دي.

د فراه ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی او د ۵۰ کلن داد الله اوښی عبدالخالق وایي له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د مثانې په سرطان اخته او بد روغتیایي وضعیت کې دی.

ده د دوشنبې په ورځ د «حمل په ۱۶مه» له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې که څه هم په افغانستان کې د څو مختلفو روغتونونو ډاکترانو ورته ویلي چې خپل ناروغ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان ته د درملنې لپاره ژر تر ژره بوځي، خو له هغه مهاله چې پاکستان ته د افغانانو د ورتګ پر مخ لارې تړل شوي، د ناروغ وضعیت یې خورا کړکېچن شوی دی.

ده وړاندې زیاته کړه: "چې کله مو ناروغ کابل کې جمهوریت روغتون ته یووړ، هلته یې ویل چې د جوړېدو امکان یې ۲۰ فیصده شته، خو بیا وروسته مو استقلال په روغتون کې د سرطان وارد ته یووړ، هلته یې راته وویل چې دا ناروغ ۱۰۰ فیصده سرطان دی، بهر یې انتقال کړئ، موږ ویل چې د بل ځای وسه نه لرو او د پاکستان لارې تړلې دي، اته میاشتې کېږي چې دا تکلیف ورپېښ شوی، اوس یې د مثانې دانه غټه شوې او د ګردو لاره یې وربنده کړې، اوس یې له ګردو په پیپونو کې اوبه وځي، ډاکتران وایي چې که پیسې لرئ بهر یې بوځه مثانه ترې وباسي."

عبدالخالق وایي خپل اوښی (د خور خاوند) یې په ځلونو د فراه، هرات، کندهار او پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو اړوند روغتونونو ته بیولی، خو په ډاکترانو ورته ویلي چې په هېواد کې دننه یې بشپړه درملنه شونې نه ده.

عبدالخالق وایي داد الله د شپږو کم عمره اولادونو پلار او د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او که چېرې ژر تر ژره یې د درملنې او عملیات زمینه برابره نه شي، د مرګ خطر یې ژوند ګواښي.

دی وایي، هند او نورو هېوادونو ته د خپل ناروغ د انتقال د لګښت وسه نه لري.

ده د پاکستان او طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې شدیدو افغان ناروغانو ته د تګ پر مخ ټولې لارې پرانیزي او دوی ته دې خپل ډاکترانو سره د ملاقاتونو اجازه ورکړي: "چې دوی دا لاره اوس خلاصه کړي، موږ ته په فراه کې له هلمند او کندهار سره لارې، کوټې او لاهور لاره تر کابل نژدې ده چې اوس ژر تر ژره خلاصه شي، ځکه په کابل کې یې راته وویل چې درملنه لاهور کې کېږي، ویې رسوئ، نو موږ ویل چې څنګه یې بوځو، نه پیاده مو پرېږدي نه او د الوتکې له لارې موږ وسه لرو."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتو، خو نوموړو د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا یوازې د داد الله کیسه نه ده، بلکې سلګونه نور افغان ناروغان شته چې په مختلفو سرطانونو، خطرناکو او حساسو ناروغیو اخته او اکثریتو ته په هېواد دننه د بشپړې درملنې امکانات نشته.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو او د سرطاني ناروغیو د درملنې په ګډون د پرمختللو روغتیایي وسایلو او امکاناتو د کمښت اړوند راپورونه او اندېښنې خپرې کړې دي.

افغانان له ډېرو کلونو راهیسې په سرطاني او نورو خطرناکو ناروغیو اخته ناروغان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته انتقالوي چې د نورو هېوادونو پرتله ورته د تګ فرصت اسانه او د درملنې لګښت یې نبستا ښه و.

خو دا لار د تېرې فبرورۍ میاشتې له ۲۶مې راهیسې؛ له کله چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې، تړل شوې او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یوازې د تورخم لار له پاکستانه افغانستان ته د افغان ستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د پاکستان د لارو د بندېدو له کبله پاکستان هم د پام وړ عاید، چې د افغان ناروغانو د درملنې له درکه یې ترلاسه کاوه، له لاسه ورکړی دی. په پېښور او کوټه کې ځینې خصوصي روغتونونه د افغانانو د درملنې لپاره جوړ شوی وو چې اوس یې دا عاید له لاسه ورکړی دی.